د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

غني: روسیه طالبانو سره مرستې خپلې ګټې خطر سره مخامخ کوي


ټایمز مجلې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره مفصله مرکه خپره کړې ده چې په کې ولسمشر د بېلابېلو مسلو په اړه د جنوبي اسیا لپاره د ټایمز د مسؤل پوښتنې ځواب کړي دي.

ولسمشر غني ټایمز ته ویلي له طالبانو سره د تماس کرښې پرانستې دي او د نوموړي په خبره افغاني ټولنه له یو بل سره تړلې ده.

خو ولسمشر غني ویلي دې ته اړتیا ده چې د عادي خبرو او بحثونو ترمنځ بایدتوپیر وشي.

د افغانستان ولسمشر ټایمز مجلې ته ویلي ځینې کسان شته چې په صادقانه ډول د سولې لپاره هڅې کوي او د خبرو اترو دروازه بنده نه ده خو د هغه په وینا کله چې په رسمي ډول خبرې پیل شي بیا ویلی شو چې په دې پروسه کې مو بریالیتوب ترلاسه کړی دی.

محمد اشرف غني په دې مرکه کې ویلي له طالبانو سره د سولې خبرې به پټې نه وي بلکې د سولې د عالي شورا او هغه پلاوي له لارې به کېږي چې د لومړي ځل لپاره يې د پاکستان په مري ښار کې له طالبانو سره غونډه کړې وه.

د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۵ میلادي کال د جولايې میاشت په اتمه نېټه په مري کې د سولې خبرې وشوې چې وروسته بیا دا لړی د ملا محمد عمر د مرګ له اعلانېدو وروسته پرته له کوم برخلیک پای ته ورسېده.

ټایمز مجلې له طالبانو سره د روسيي د همکارۍ په باب په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال نېکلسن د څرګندونو په اړه د افغان ولسمشر نظر پوښتلی دی.

ولسمشر غني ټایمز ته ویلي دې اړتیا ده چې روسیه په افغانستان کې د ثبات لپاره د سیمه اییزې اجماع برخه وي.

محمد اشرف غني له روسيې غوښتي چې افغانستان باید د شطرنج د نړیوالو لوبو برخه نه وي.

افغان ولسمشر ویلي که روسیه طالبان او یا نورې ډلې تمویل او تجهیز کړي مسکو به په دې کار سره خپلې ګټې له خطر سره مخ کړي.

د افغانستان جمهور رئیس له ټایمز مجلې سره په دې مرکه کې چې د روانې می میاشت په یوولسمه شوې او د پنجشبه په روځ خپره شوه،د افغانستان په اړه د سیمه اییزې اجماع په رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.

ولسمشر غني ویلي په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د افغانستان په اړه سیمه اییزه اجماع موجوده وه خو اوسمهال یوې فعلې اجماع ته اړتیا ده.

جمهور رئيس غني ویلي په دې برخه کې پرمختګونه شوي او له روسيې سره هم تماس ټنیګ شوې او دی هیله مند دی چې دا هڅې نتیجه ورکړي.

یو ایس اې ټوډې:

یو ایس اې ټوډې ورځپاڼې د افغانستان په اړه د امریکا د لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ څرګندونې خپرې کړي دي .

جنرال ډانفورډ ویلي، د امریکا د ولسمشر او د نورو هېوادونو د مشرانو د موافقې په صورت کې ناټو باید دې ته چمتو وي چې په افغانستان کې د روان ماموریت د تقويې لپاره اضافي سرتېري دې هېواد ته واستوي.

د امریکا د پوځ مشر ویلي له خپلو متحده انو يې غوښتي چې په دې برخه کې چټک ګامونه واخلي.

جوزیف ډانفورډ یو ایس اې ټوډې ورځپاڼې ته ویلي که افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو پرېکړه کېږي نو دا کار باید ژر وشي.

یو ایس اې ټوډې د مطلب په پای کې لیکلي ناټو افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو لپاره بېړه لري ځکه افغانستان د جګړې موسم ته داخلېږي او د واورو په ویلي کېدو طالبان خپل فعالیتونه زیاتوي.

XS
SM
MD
LG