د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

د امريکا لوی درستيز: ناټو دې د عراقي ځواکونو د روزنې مسؤلیت واخلي


د امريکا د پوځ لوړپوړي نظامي قوماندان د چهارشنبې په ورځ وړانديز وکړ چې ناټو باید عراقي ځواکونه وروزي.

دی وايي، وروسته له دې چې په عراق کې داعش جنګيالي ماتې وخوري، ناټو ځواکونه بايد د دې هېواد د سرتېرو د روزنې يوه برخه مسئولیت پر خپله غاړه واخلي.

د امريکا لوی درستيز جوزف ډنفورډ له بروکسل څخه امریکا ته د بېرته سفر پر مهال خبريالانو ته وويل چې ناټو ايتلاف ښايي د یوې مودې لپاره د عراق د ځواکونو د روزنې ماموریت پر مخ یوسي.

ده هلته د ناټو د راتلونکي سرمشريزې د پلانولو په غونډه کې ګډون وکړ.

جوزف ډنفورډ.
جوزف ډنفورډ.

ډنفورډ زیاته کړه:

"تاسو د لوژيستک، اکمالاتو، ښوونځيو جوړولو او ظرفيت لوړولو په برخه کې د ناټو د ملاتړ وينئ."

خو د راتلونکې اوونۍ د سرمشريزې د اجنډا په سر کې ښايي د امریکا ولسمشر د ترورېزم پر ضد په جګړه کې له ناټو هېوادونو د زیات رول غوښتنه وکړي.

وروسته له څو مياشتو سختې جګړې، داعش د عراق په موصل کې خپل مرکز له لاسه ورکړی دی.

په همدې حال کې د سوريې په رقه ښار کې جهادي سخت دريځي له ماتې سره مخامخ شوي دي.

ډنفورډ په خبرو کې زیاته کړه، که د روزنې د ماموريت مشري تغيیر وکړي، دا په دې معنی ده چې د ټولو هڅو څرنګوالی به بدل شي.

خو دغه امریکايي جنرال وويل:

"موږ په دې اړه خبرې نه کوو چې ناټو دې په اړه خبرې نه کوو چې ناټو دې هغه څه وکړي چې موږ يې اوس کوو لکه موږ چې په موصل او رقه غوندي ځایو کې د جګړې په اړه مشورې ورکوو."

ده زیاته کړه:

"فکر نه کوم چې ووایو په عراق کې د داعش پر ضد د ايتلاف ټول ماموريتونه دي ناټو په لاس کې واخلي."

د ناټو لوړپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ وويل، دوی باور لري چې ناټو ايتلاف بايد د داعش پر ضد د جګړې برخه شي چې د امريکا په مشرۍ په عراق او سوريه کې پر مخ روان دی.

د ناټو د نظامي کمېټې مشر جنرال پيتر پاول په بروکسل کې خبريالانو ته وويل چې اوس وخت رارسېدلی پر دغه انتخاب غور وشي.

ده وويل، ناټو غړي هېوادونه ټول د داعش پر ضد د ايتلاف برخه دي.

پوښتنه اوس دا ده چې ايا ناټو هم بايد د دې ايتلاف يو غړی شي.

XS
SM
MD
LG