د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

انیس: د برېښنايي تذکرو ویش د افغانستان د نن ورځې جدي اړتیا ده


کابل چاپ ډېر شمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د ویش په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، ټاکل شوې چې تر راتلونکو درېیوو میاشتو پورې په کابل کې د برېښنايي تذکرو د ازمایښتې ویش پړاو بشپړ شي.

په مطلب کې راغلي، د افغانستان جمهوري ریاست اعلان کړی چې خلکو ته د برېښنايی تذکرو د ویش د چټک بهیرپه هدف، د برېښنايي تذکرو د ویش فرمان پرون صادر شوی دی.

د دغه فرمان له مخې د وګړو د ثبت مرکزي اداره د برېښنايي تذکرو د ویش د پروګرام پلي کوونکې ګڼل شوې چې د کونيو چارو، د مخابراتو او ټکنالوژۍ او مالیې وزارتونه به ورسره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د برېښنايي تذکرو ویش د افغانستان د نن ورځې جدي اړتیا ده.
د سرمقاله لیکونکي په باور ډېر لوی او ملي پروګرامونه یوې دقیقې سرشمېرنې ته اړتیا لري چې د ده په خبره دا کار یوازې د برېښنايي تذکرو په ویش سره شونی دی.

په سرمقاله کې راغلي چې په دې اړه د ولسمشر وروستی فرمان دا ښيي چې دولت د لویو ملي پرېکړو او د خلکو د اساسي ستونزو د هواري په برخه جدي تصمیم لري او د خلکو له خوا یې هم هرکلی شوی دی.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې هم په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

اصلاح لیکلي د برېښنايي تذکرو ویش په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو د راوستلو، د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو، د اساسي قانون د تعدیل د لوې جرګې د جوړولو او د فساد په وړاندې د مبارزې تر څنګ د ملي وحدت د حکومت ژمنه وه چې د ځنډ موضوع یې تل له انتفادونو سره مخ وه.

خو د سرمقاله لیکونکي په وینا په دې برخه کې د ولسمشر له نوي فرمان سره یې ویش ته لاره هواره شوه.

په سرمقاله کې زاغلي چې د برېښنايي تذرکرو ویش په نورو برخو کې د ستونزو د هواري ترڅنګ د انتخاباتو د بهیر د شفافیت او د امنیت د ټینګښت په برخه کې ډېر مهم رول لرلی شي.

XS
SM
MD
LG