د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

د افغانستان د روان وضعیت په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ډیورنډ کرښې په اړه د اروپايي پارلمان د مرستیال رئیس د نویو څرګندونو او دغه شان د افغانستان د روان امنیتي وضعیت په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې لیکلي، د اروپايي پارلمان مرستیال رئیس ویلي، باید لویدیځ وال پر ډیورنډ کرښه له سره کتنه وکړي او د افغانستان تاریخي حق پرځای کړي.

په مطلب کې راغلي د بزنس سټندرډ خپرونې د راپور له مخې ریچارډ چارنسکي ویلي، د ترورېزم د ختمولو لپاره هغه وخت راغلی چې د ډیورنډ کرښې په ایستلو کې تاریخي تېروتنه جبران او د تاریخي حقیقتونو له مخې دغه کرښه له سره وکښل شي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې نوموړي دا هم ویلي، د دې لپاره چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ کرښه د نړیوال ترورېزم په مرکز بدله شوې، لازمه ده چې اروپا او امریکا په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره خپله پالیسي بدله کړي.

چارنسکي ویلي، پاکستان د دې لپاره چې پر ډیورنډ کرښه برلاسی وي په سیمه کې لاس وهنو او بې ثباتۍ ته دوام ورکوي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، په دې وروستیو کې د افغانستان د حالاتو د کابو کولو او په تېره بیا د داعش او ترهګرو ډولو د ماتولو لپاره د امریکا نوي حکومت توجه زیاته کړې او په نوموړي هېواد کې پوځي او سیاسي کارپوهان دې پایلې ته رسیدلي چې نور باید د افغانستان جګړه وګټل شي.

په مطلب کې راغلي، د افغانستان په اړه د امریکا نوې سټراټېژي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته استول شوې او ښايي د یوې اوونۍ په اوږدو کې په دې اړه ورستۍ پرېکړه وکړي.

د مطلب لیکونکی لیکلي، ډېری شنونکي په دې نظر دي چې زیاتره امریکان او د دغه هېواد استخبارات دا غواړي چې نور باید د افغانستان جګړه وګټل شي.

اصلاح ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، په افغانستان کې جګړه په هېڅ وجه کورنۍ نه ده. دا جګړه له همغه پیل راهیسې د بهرنیو مداخلو له امله پیل شوه.

د سرمقالې لیکونکي پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل د دغې جګړې عمده او اساسي لامل ګڼلی خو د ده په خبره د سیمې او نړۍ په کچه یو شمېر نورې ارادې هم د دغه جګړې د دوام په برخه کې رول لري.

XS
SM
MD
LG