د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

ملي ارمان د ابراهیمي په حواله: پاکستان پر افغانستان ښکاره تېری کړی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د شوې نښتې، په دې اړه د خبرو او د یادو دواړو هېوادونو ترمنخ د اړیکو پر سر یو شمېر مطالب خپاره کړي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د افغانستان د ولسي جرګې د رئیس عبدالروف ابراهیمي په حواله لیکلي چې پاکستان پر افغانستان ښکاره تېری کړی او افغان دولت باید په دې برخه کې څرګند دریځ ولري.

خو په مطلب کې راغلي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي افغان او پاکستانی پلاوی به د سپین بولدک د شخړې موضوع وڅېړي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که د پاکستان سرغړونې دوام پیدا کړي د افغان ځواکونو له تُند غبرګون سره به مخ شي.

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني تل ویلي چې د ښه او بد ترهکر تر منځ توپیر نشته، خو د سرمقالې لیکونکي په وینا پاکستان کله هم دې موضوع ته جدي پام نه دی اړوی او په څنګ ورنه ترې تېر شوی دی، په داسې حال کې چې د سرمقاله لیکونکي په وینا ترهګري هر ورځ د دواړو هېوادونو له خلکو قرباني اخلي.

په سرمقاله کې راغلي چې پاکستان خپله هم د ترهګریزو ګواښونو ښکار دی او په کاره ده چې د سولې د راوستلو او دغه شان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا به د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښې کېدو او پراختیا لامل هم ورګرځي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، پاکستان په شدت سره هڅه کوي چې تر ډېورند کرښې را واوړي.

سرمقاله لیکونکی لیکلي، دوی نه غواړي چې دا سیمې لاندې کړي، بلکې غواړي په دې ډول افغان لوری غبرګون ته اړ کړي او د ده په خبره غبرګون دا دی چې دوی دغه لاندې شوې سیمې د افغانستان وبولي او تر ډیورنډ کرښې هاخوا پاکستانی حق وګڼي.

په سرمقاله کې راغلي، له بده مرغه تر اوسه پورې په سیاسي کچه زموږ غبرګون داسې و چې د پاکستان له دې هدف سره یې مرسته کړې ده.

سرمقالی لیکونکی ټینګار کوي چې له پاکستاني لوري سره زموږ چلند باید سیاسي وي او موږ باید له دغه هېواد سره د مخامخ معاملې او خبرو پرځای په نړیوال کچه پر دوی د فشار راوړلو هڅه وکړو.

XS
SM
MD
LG