اوس ځینې ولسوالان د ولسوالۍ مزې په ولایت کې کوي!
د ګوړې اچار په دې خپرونه کې لومړی څو مهم خبرونه اورئ، لکه دا:
د ملي شوروا په عمومي غونډه کې ۳۶۰ څوکیو برخه واخیسته!
یا دا خبر چې: د وکیل صیب کشر زوی، د ۱۱م ټولګي پنځلسم نومره زده کوونکی دی، د لوړو چارو وزارت مسلکي معینیت ته ځان کاندید کړی دی!
ورپسې مو د راډیو د یوه پروډیوسر له هغې کاري ستونزې خبروو چې د کارپوهانو له امله ورپېښیږي او په پای کې یو برګ شعر دراوروو.
دا هر څه چې واورئ؛ نو بیا به ېې په خوند پوه شئ او ورته وبه خاندئ.
جوړوونکی: ننګیار نااشنا