د فرانسې خلک نن یکشنبه د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړي پړاو کې رأیې ورکوي.
په فرانسه کې مېشت د نړیوالو مسایلو افغان کارپوه اکبر وردګ دا انتخابات د اروپايي ټولنې د راتلونکې او د روسیې او لویدیځ په اړیکو د توازن لپاره خورا مهم بولي.
له احمدتکل سره د مرکې په پیل کې ښاغلي وردګ د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پخوانیو او اوسنیو کاندیدانو پر توپیر خبرې کړې دي: