د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

د اچین بمې حملې په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو د خپلو نننیو مطالبو ډېری برخه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مامندرې سیمه کې د داعش ډلې پر سمڅو د امریکايي ځواکونو له خوا د تر ټولو ستر غیر اټمي بم د استعمال موضوع ته ځانګړې کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، که څه هم امریکایان او د افغان دولت چارواکي ادعا کوي چې دغه بم یوازې د داعش ډلې مرکزونه له منځه وړي او داعشیان یې وژلي دي، خو د سرمقاله لیکونکي په باور د ۱۱ ټنه باروتو چاودنه پر چاپېریال او اوسېدونکو یې بې اغیز نه شي پاتې کېدای.

په سرمقاله کې راغلي، د حکومت غبرګون ښيي چې له بده مرغه امریکایان افغانستان بې خاونده بولي، ځکه خو د تاریخ تر ټولو د لوی او خطرناک بم ازموینې د دوی په کور او کلي کېږي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې بیا په دې اړه د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، د تېرې پنجشنبې په ورځ چې امریکا له اټوم بم څخه وروسته تر ټولو ستر بم چې د بمونو مور ورته ویل کېږي، د داعش پر سمڅو غورځولی دی، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې دا برید له کورنیو ځواکونو سره په همغږۍ شوی دی.

په سرمقاله وړاندې راغلي چې په دې اړه د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې بمي حمله کې ملکیاتو ته زیان نه دی رسېدلی.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، افغان حکومت او ناټو دا خپله لویه بریا ګڼي خو د ده په خبره دغه برید په افغانستان کې شوی او دا چې په کې د بمونو مور کارل شوې نو هرو مرو به یې اغېزې ډېرې وي، هم به چاپیرال زهرجن کړي او هم به ژوندي موجودات له خطر سره مخ کړي.

په سرمقاله کې راغلي، موږ دا نه وایو چې د ترهګرۍ ضد مبارزه دې نه کېږي، موږ یې مبارزه د ترهګرو په ځالو او تر څنګ یې د ولاړو هېوادونو په وړاندې غواړو چې د سرمقاله لیکونکې په خبره پاکستان روزلي او تر څنګ یې ستر قدرتونه ولاړ دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي که د داشان وسلو استعمال ملکیانو ته کوم تاوان نه رسوي نو کارول یې د مخالفینو پر وړاندې د افغان او امریکايي ځواکونو له خوا کومه خبره نه ده.

ځکه د سرمقاله لیکونکي په وینا داعش، طالب او د افغان حکومت بلې هرې مخالفې ډلې د پاکستان د استخباراتو په لارښونه د افغانانو پر وړاندې ډول ـ ډول جنایتونه تر سره کړي دي.

په سرمقاله کې راغلي، یو شمېر چې د داشان بریدونو په وړاندې درېږي ښايي چې په خپل برداشت کې یې تېروتنه کړې وي او یا هم په اګاهانه ډول د مخالفو وسله والو ملاتړي دي او نه غواړي چې هغوی وځپل شي او له منځه ولاړ شي.

خو سرمقاله لیکونکي په ټینګار سره ویلي چې د دا شان بمونو او وسلو استعمال باید ملکیان او د هغوی کروندې اغیزمنې نه کړي.

XS
SM
MD
LG