د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

فضلي: د سنرایز لوبه کې به راشد او نبي دواړو ته چانس ورکړل شي


ټاکل شوې د هند د حیدراباد سنرایز لوبډله چې د افغانستان د کرکټ دوه ستوري راشدخان ارمان او محمدنبي عیسی خېل یې پیرلي دي په پریمیر لیګ کې خپله دوهمه لوبه د یکشنبې په ورځ ترسره کړي.

د چهارشنبې په ورځ د دې لیګ په لومړۍ لوبه کې چې سنرایز د لوبډلې په وړاندې لوبه وکړه افغان بالر راشدخان خپله او د دې لیګ لومړۍ ویکټه ترلاسه کړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال مشر عزیزالله فضلي هیله ښودلې چې د سنرایز په راتلونکې لوبه کې به راشد او نبي دواړو ته چانس ورکړل شي.

له احمدتکل سره د مرکې په پیل کې ښاغلي فضلي د راشدخان وروستۍ لوبه د افغانانو لپاره یو ویاړ وباله:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00

XS
SM
MD
LG