د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۱۶

IMF اوکراین ته د یو میلیارډ ډالرو د مرستې ورکړه منظور کړه


د اوکراین ولسمشر پرون وویل، د پیسو نړیوال صندوق یا ای ایم ایف دې هېواد ته د یو میلیارډ ډالرو د مرستې ورکړه منظور کړه.

د پیسو نړیوال صندوق اوکراین کې د اصلاحاتو او اداري فساد پرضد د مبارزې د عملي کېدو بدل کې دې هېواد ته د ۱۷ عشاریه پینځه میلیارډ ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.

د اوکراین ولسمشر پیټرو پروشينکو د دوشنبې په ورځ پر خپله فسبوک پاڼه ولیکل چې د ای ایم ایف دا مرسته په اوکراین کې د اصلاحاتو پر عملي کېدو اعتراف دی.

د پیسو نړیوال صندوق تراوسه پورې اوکراین ته د نقدي مرستې په اړه کومه تبصره نه‎ده کړې.

اوکراین تردې وړاندې دوه ځله د پیسو له نړیوال صندوقه یو- یو میلیارد ډالر مرسته اخستې ده.

اوکراین د پیسو د نړیوال صندوق د ۱۷ عشاریه ۵ میلیارډه ډالره مرستې څخه تر اوسه څه د پاسه ۷ میلیارډه ډالر ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG