د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

د پولیسو په لیکو کې د مېرمن کریمې فعالیتونه


د دې اوونۍ په نیمه نړۍ پروګرام کې د پولیسو له یوې افسرې سره د زړه خواله کوو چې له ډېرو ناخوالو او ټولنیزو محدویتونو سره سره بیا هم مبارزه کوي او خپل هېواد او خلکو ته خدمت کوي.

په افغاني ټولنه کې ګڼې مېرمنې د ټولنیزو ناخوالو او محدودیتونو سره سره خپل کار او ژوند کوي، هغه هدف او مقصد چې دوی خپل ځان ته ټاکلی په ډېرې مېړانې یې د ترلاسه کولو هڅې کوي.

د همدغسې مېرمنو له ډلې څخه یوه هم د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکې کریمه ده چې په وینا یې شل کاله یې د پولیسو لیکو کې دنده اجرا کړې ده.

مېرمن کریمه اوس د کابل ښار په ۱۷مه حوزه کې د جنایي او ښځینه تلاشۍ په برخه کې دنده ترسره کوي، هغه وایي ۱۴کاله وړاندې یې خاوند چې هغه هم نظامي دنده لرله له دوه ماشومانو سره یې په ځان مرګي برید کې ووژل شو اوس یکي یو زوی لري چې د مېړه له مړینې ورسته یې پیدا شوی دی:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:02 0:00

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG