د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

افغانستان

کاظمي: د بغلان د پخواني ښاروال موټرو کې نشه یي توکي نیول شوي

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معنیت وايي، د بغلان د پخواني ښاروال دوه موټر یې له ۶ تنو سره یوځای د کابل په ډیسپچلۍ سیمه کې د نشه يي توکو په قاچاق کې نیولی دي.

د دغه معنیت ویاند مهدي کاظمي نن ازادي راډیو ته وویل چې نیول شویو کسانو دا منلۍ چې دغه موټرې د بغلان د پخواني ښاروال دي خو په دې اړه څېړنې روانې دي:

"که دا موټر د هر چا وي غېر قانوني عمل یې کړی او که زموږ اسناد او شواهد بشپړ شي ډېر ژر به یې د نیولو په اړه اقدام وکړو."

د ښاغلي کاظمي په خبره له نیولو شویو موټرو ۵۰ کېلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو د دوو تلوېزیوني شبکو د بندولو پرېکړه کړې

ارشیف: په افغانستان تلوېزیوني چینلونه
ارشیف: په افغانستان تلوېزیوني چینلونه

د راپورونو له مخې د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د رسنیزو سرغړونو کمېسیون د دوو تلوېزیوني شبکو د بندولو پرېکړه کړې ده.

د باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي د خبر له مخې د دغې پرېکړې له مخې به د نور او بریا تلوېزیونونو خپرنې بندېږي او هغه به محکمې ته راجع کېږي.

د راپور له مخې د دغو تلوېزیوني شبکو د فعالیت د بندولو پرېکړه په دې خاطر شوې چې د خبریالی اصول او ملي او اسلامي ارزښتونو ته یې پام نه دی کړی او هغوی همداراز قومي، ژبني او سمتي تعصبونو ته په لمن وهلو تورن شوي دي.

په دې اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي او نه هم په دې خبر کې د دغو رسنیو د مسوولانو څرګندونې رااخیستل شوي، خو دا په افغانستان کې پر خپلواکو رسنیو د طالبانو له لوري یو بل ګوزار ګڼل کېږي.

پکتیا: د غره ښوېیدو له امله د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې پکتیا ولایت
د افغانستان په نقشه کې پکتیا ولایت

په پکتیا ولایت کې د یوه غره د ښویېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي دي.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، د سیمه ییزو چارواکو له قوله خبر ورکوي چې پېښه د دې ولایت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې شوې ده.

د خبر له مخې، چارواکو ویلي دي چې د پېښې په قربانیانو کې د دې کورنۍ ماشومان هم شامل دي.

په خبر کې د پېښې وخت نه دی ښودل شوی.

افغانستان کې بارانونه او سېلابونه؛ د مړو شمېر پنځوس او د ټپیانو ۳۶ ته رسېدلی

ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له کبله د زیانونو تازه شمېرې اعلان کړې دي.

د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دې بارانونو او سېلابونو ۵۰ کسان وژلي، ۳۶ نور یې ټپیان کړي او ۷۰۶ کورونه یې ویجاړ کړي.

مخکې له دې چارواکو د مړو شمېر ۳۳ او د ټپیانو شمېر ۲۷ تنه یاد کړی و.

د دې وزارت ویاند ملا جانان سایق کورنیو رسنیو ته ویلي دي چې ۷۰۰ ایکره کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې او همداراز ۴۰۰ څاروي له منځه تللي دي.

ویاند زیاته کړه چې په دې پېښو کې په ټوله کې له ۱۶۰۰ زیات کورونه زیانمن شوي دي.

وروستیو سېلابونو د فراه، بادغیس، ارزګان، پکتیا، زابل، هلمند، کونړ، بدخشان، غور، کندهار، تخار، پروان او پلازمېنې کابل سیمې وځپلې.

پاکستان بیا د بې ویزې افغان ناروغانو پر مخ تورخم دروازه وتړله

تورخم
تورخم

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستان د تورخم دروازه بیا د هغو ناروغانو پر مخ بنده کړې ده چې د دې هېواد ویزې نه لري.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر صدیق الله قریشي نن رسنیو ته وویل چې د پاکستان لوری هغو افغانانو ته چې ویزې او پاسپورت نه لري، له تورخم څخه د اوښتو اجازه نه ورکوي.

له بلې خوا په تورخم کې د ناروغانو د تنظیم د چارو یوه مسوول له خلکو غوښتي دي چې تر بلې خبرتیا پورې دې له دې دروازې د اوښتو لپاره مراجعه نه کوي.

د روانې وري میاشتې په پنځمه هم د تورخم لاره د پاکستاني پوځیانو ترمنځ له خپلمنځي شخړې وروسته وتړل شوه، خو له درې ساعته ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شوه.

وروستیو ورښتونو د نغلو او سروبي د برېښنا تولید زیات کړی

ارشیف
ارشیف

برشنا شرکت وايي د وروستیو اورښتونو له امله د سروبي، نغلو او ماهیپر په بندونو کې اوبه او د برېښنا تولید زیات شوی دی.

د دغه شرکت تازه خبرپاڼې د نورو جزئياتو له ورکولو پرته ويلي چې په يادو سټېشنونو کې د برېښنا توليد زيات شوى او ټولو عامه شبکو ته وېشل شوى دى.

د نغلو، سروبي او ماهیپر بندونه چې د تولید ظرفیت یې ۱۸۸ میګاواټه ته رسېږي، پلازمېنې کابل او د ننګرهار او لغمان ولایتونو ته برېښنا ورکوي.

د برشنا شرکت د معلوماتو له مخې، افغانستان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۴۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو اوس یوازې ۷۵۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي.

افغان کرکټ لوبغاړي محمد نبي د کابل په لویدیځ کې د یوه روغتون څانګه پرانیسته

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی محمد نبي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی محمد نبي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي محمد نبي د کابل په لویدیځ کې د ادې روغتون د یوې څانګې د پرانیستلو خبر ورکړی دی.

ادې روغتون او ګروپ چې د یوې نړیوالې کمپنۍ برخه ده تېر کال یې د محمدنبي په نوښت په افغانستان کې خپل فعالیتونه پيل کړي.

محمد نبي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د کابل د لویدیځې برخې د خلکو د غوښتنو په اساس یې دا روغتون چې د ده په خبره، په نړیوالو معیارونو برابر دی پرانیست.

ادې روغتون کې زېږنتون، د مور او ماشوم د روغتیا خدمات او د نسايي ولادې څانګې شاملې دي چې اکثر خدمات یې د ښځینه روغتیاپالانو له خوا مخته وړل کېږي.

محمد نبي په کرکټ سربېره په افغانستان کې خیریه کارونه هم مخته وړي او تېر کال یې ژمنه کړې وه چې د امکاناتو په برابرېدو به د زړه د ناروغیو د درملنې لپاره یو روغتیايي مرکز پرانیزي.

څېړونکی ټیم: په ۲۰۲۱ کې پر کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید مخنیوی نا ممکن و

د پېښې یوه څنډه - ارشیف
د پېښې یوه څنډه - ارشیف

د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د ځانوژونکي برید په اړه د بیا کتنې د ټیم موندنې ښيي چې له تکتیکي پلوه د دغه برید مخنیوی ممکن نه و.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې، په دغه برید کې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په وروستیو ورځو یعنې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶ وشو، دیارلس امریکایي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ تنه افغانان ووژل شول.

د دغې پېښې په اړه د بیا کتنې د ټیم موندنې هغه پخوانۍ نتیجه تاییدوي چې امریکا یې مخکې په اړه کړې وه.

د فرانسپرس په وینا، د بیا کتنې د ټیم یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته وویل چې له برید مخکې د حمله کوونکي په وړاندې د اقداماتو لپاره فرصت نه و او هغه په تکتیکي کچه د مخنیوي وړ نه و.

د دغې څېړنې د ټیم یوه بل غړي هم د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې ځینو سرتېرو ادعا کړې وه چې دوی بریدګر په نښه کړی و او کولای یې شوای چې د دغه برید مخه ونیسي، خو اوس دوی ته څرګنده شوه چې دا خبره درسته نه ده.

یو طالب چارواکی: ګاونډي هېوادونه د پوهنتونونو د ودې له امله یې د ځان دفاع کولای شي

د طالبانو د حکومت د ازموېنو د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني
د طالبانو د حکومت د ازموېنو د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو یو چارواکی وایي، ګاونډي هېوادونه چې نن د ځان او خپلې خاورې دفاع کوي، لامل یې د پوهنتونونو وده ده.

د طالبانو د حکومت د ازموېنو د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني، په غیر مستقیم ډول پر اسراییلو د ایران برید ته په اشارې وویل، د افغانستان د پوهنتونونو وړتیا هم باید لوړه شي.

هغه زیاته کړه:

" ګاونډیو هېوادونو که خپل ولس خودکفا ګرځولی دی او نن له خپل ولس څخه دفاع کولای شي، له خپل نظام څخه دفاع کولای شي، نن له خپلو سرحدانو نه دفاع کولای شي، نن د خپل یوه مظلومیت ځواب ویلی شي، وجه یې دا ده چې د دوی پوهنتونونه داسې حد ته رسېدلي چې نظام ته یې څه کړي دي، همدغه پوهنتونونه دي چې یو ملک د دونیا له هېوادونو سره سیال کوي."

نوموړی داسې مهال د پوهنتونونو د وړتیا پر لوړولو ټینګار کوي چې له تېر نژدې یو نیم کال راهیسې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې تړل شوې دي.

حقاني نن د افغان-امریکایي پوهنتون چې اوس د اسلامي پوهنتون په نوم فعالیت کوي، د ماسټرۍ او دوکتورا د ازموېنو د پيل په غونډه کې، دا څرګندونې وکړې، خو د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو بندېدا او له دې کبله رامنځته شوې تعلیمي او تحصیلې تشې ته یې کومه اشاره ونه کړه.

افغانستان کې سېلابونو تر ۶۰ پورې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د سېلابونو یوه څنډه
د سېلابونو یوه څنډه

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د تېرو دوو ورځو د سېلونو له کبله ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویندوی ملاجانان سایق پرون (یکشنبې) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په بېلابېلو ولایتونو کې د شپېتو تنو د مړینې او ټپي کېدو ترڅنګ سېلونو ۶۰۶ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.

سایق وايي چې سېلونو ۲۰۰ څاروي هم مړه کړي او شاوخوا ۸۵ کیلومتره سړکونه یې وران کړي دي.

سېلونو تر ټولو ډېر تاوانونه په ارزګان ولایت کې پېښ کړي دي.

فراه کې ۲ تنه د سېلابونو له امله مړه شوي

د افغانستان په نقشه کې فراه ولایت
د افغانستان په نقشه کې فراه ولایت

په فراه ولایت کې د طالبانو یو سیمه ییز چارواکی په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله د دوو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د فراه په پشترود ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال ملا محمد انور فېروز پرون وويل دواړه قربانيان هغه ځوانان وو چې د تفريح لپاره يوې غرنۍ سيمې ته تللي وو.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د وزارت ویاند ملا جانان سایق پرون ویلي وو چې په تېرو درېیو ورځو کې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي دي.

هغه د ټپيانو شمېر ٢٧ تنه اعلان کړ او ويې ويل چې د افغانستان په کليو کې د سختو سېلابونو له امله ٦٠٦ کورونه ويجاړ شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG