د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

ځوانان ولې بې احتیاطي کوي؟ 


تېز موټر ځغلوي او له نورو سره سیالي کوي، امکان یې شته چې خپل او د نورو ژوند له خطر سره مخ کړي.

لامبو یې زده نه وي، خو د سیندونو او بندونو ډېرو اوبو ته ورګډېږي، سکروټې په لاس کې نیسي.

څلور یا پنځه سګرېته په یوه وخت څکوي، جنګونه کوي او دا ټول د دې لپاره کوي چې ځان نوروته ښه او غیرتي وښيي.

ارواپوهان وايي، هغه ځوانان چې په ماشومتوب کې محرومیت ځپلي وي او ډېر پام نه وي ورته شوی، په ځوانۍ کې د نورو د توجه د جلبلو په خاطر هر ډول ظلم او بې احتیاطي له ځان سره کوي او غواړي ځان نورو ته غیرتي او ځانګړی وښيي، خو ایا د لاس پرې کول، سکروټې په لاس کې نیول، تېز موټر ځغلول او نورې بې احتیاطۍ کول د غیرت په کتار کې راتلی شي؟ د دغه ډول کړنو مناسب بدیلونه څه دي؟ په دې تاندې څانګې کې پرې خبرې کوو.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ: facebook.com/TandySangy

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org

یادونه: "تاندې څانګې"د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:50 0:00

XS
SM
MD
LG