د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

سرنوشت: د سولې عالي شورا بودجه بنده شوې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې او امنیت او دغه شان د سولې شورا په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ملي ارمان:

ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګنې په یو مطلب کې لیکلي، په ناټو کې د روسیې سفیر وايي، دوی له افغان طالبانو سره اړیکې یوازې د دې لپاره لري چې دا ډله په افغانستان کې د سولې په بهیر کې شاملېدلو ته وهڅوي.

په مطلب کې راغلي، الکساندر ګروشکو هغه اندېښنې رد کړي چې ګوندې روسیه له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي او دې ډلې ته اکمالات برابروي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې نوموړي ویلي، له افغان طالبانو سره د دوی اړیکې د سولې او همدارنګه د روسي اتباعوو د امنیت لپاره دي.
خو ورځپاڼې نه دي لیکلي چې دغه څرګندونې ښاغلي ګروشکو چېرې او کله کړي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورخپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې ناټو په افغانستان کې د سولې او ثبات یوازینۍ لار د افغان ځواکونو سالمه روزنه بولي.

په سرمقاله کې راغلي چې د ناټو تړون سرمنشي په بروکسل کې د دغه تړون د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې ورسته وویل، تر کومه چې افغان امنیتي ځواکونه ښه ونه روزل شي، په افغانستان کې امنیت او پرمختګ دواړه یو ځای نشي راتللی.

په سرمقاله کې راغلي ینس ستولټنبرګ ویلي، د پرمختګ بنسټ په دې کېښودل کېږي چې ټول امنیت او سوله د یوې تګلارې په توګه انتخاب کړي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې تر څنګ د افغانستان د سولې د شورا په اړه هم لیکلي چې بودجه یې بنده شوې ده.

په مطلب کې راغلي چې د سولې د عالي شورا یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، د دې شورا بودجه چې د غړیو معاشونه هم په کې راځي له پرون راهیسې بنده شوې.

په مطلب کې د یو حکومتي ویاند په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی دا هم راغلي چې پرون په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سولې د هڅو لپاره پر یو کاري چوکاټ بحث شوی دې چې له مخې به یې د دې شورا د راتلونکې او همدا ډول د سولې هڅو ته د ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت نوې تګلاره معلومه شي چې څنګه د سولې اړوند اغېزناک ګامونه پورته شي.

XS
SM
MD
LG