د لاسرسي لېنکونه

ارګ: ولسمشر غني د اندونیزیا، اسټرالیا او سنګاپور په سفر وتلی


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اندونیزیا، اسټرالیا او سنګاپور په سفر وتلی دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال بېګا ازادي راډیو ته وویل:

"ولسمشر نن په سفر کې دی، اسټرالیا، بیا سنګاپور او له هغه ځایه اندونیزیا ته ځي، طبعاً، په دې سفر کې به د یادو هېوادونو له چارواکو سره وګوري او له افغانستان سره به د اقتصادي، کرنې او سوداګرۍ په برخه کې د هغوی پر همکاریو خبرې وکړي."

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني د اسټرالیا د صدراعظم په بلنه هغه هېواد ته ځي.

د اندونیزیا د خبري رسنیو په حواله، ولسمشر غني به د هغه هېواد له ولسمشر سره وګوري.

XS
SM
MD
LG