د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي نن واشنګټن ته ورسېد


د مصر ولسمشر نن واشنګټن ته لاړ چېرته چې به نوموړی د متحده ایالاتو او مصر منځ د اړیکو د بیا تازه او قوي کېدو لپاره هڅه وکړي.

ټاکل شوې ده چې د مصر ولسمشر په واشنګټن کې له خپل امریکايي سیال ډونالد ټرمپ سره د خبرو سربېره د نړیوال بانک او د پیسو د وجهي صندوق له چارواکو سره د خپل هېواد د اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وکړي.

په ۲۰۱۴ کال کې واک تر رسېدو راپدیخوا دا امریکا ته د مصر د ولسمشر عبد الفتاح السیسي لومړی سفر دی.

له ډونالد ټرمپ مخکې د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر باراک اوباما هېڅ کله عبد الفتاح السیسي ته بلنه نه وه ورکړې.

خو د سپینې ماڼۍ یوه لوړ رتبه مقام چې نوم يې نه دی ذکر شوی رویټرز خبري اژانس ته ویلي ولسمشر ټرمپ غواړي له السیسي سره په دې کتنې سره د واشنګټن او قاهرې ترمنځ اړیکې له سره پیاوړې کړي.

عبد الفتاح السیسي د یوې پوځي کودتا له لارې د هغه مهال د جمهور رئيس محمد مرسي حکومت ړنګ کړ کړ او په ۲۰۱۴ کال کې د مصر ولسمشر شو.

مصر له اوږدې مودې راهیسې په منځني ختیځ کې د امریکا له نېږدې متحدانو څخه دی او دا هېواد په کلني ډول له امریکا څخه یو اعشاریه درې میلیارډه ډالر پوځي مرسته ترلاسه کوي.

د مصر حکومت دا وخت په سینا جزیره کې د وسله والو سخت دریځو پر ضد چې په دغې سیمه کې فعاله دي، پوځي عملیات کوي.

د واشنګټن او قاهرې ترمنځ وروسته تر هغې اړیکې کړکېچنې شوې چې پخواني ولسمشر باراک اوباما د مصر د حکومت د مخالفو سیاسي ډلو پر ضد د عبدالفتاح السیسي د ادارې او امنیتي ځواکونو له زور زیاتي ډک چلند وغنده.

ټاکل شوې ده چې د مصر ولسمشر به په امریکا کې د نړیوال بانک له چارواکو او د پیسو د نړیوال وجهي صندوق له استازو سره هم وویني.

مصري چارواکو ویلي عبد الفتاح السیسي به د مصر د اقتصاد د بیا قوي کولو او په خپل هېواد کې د بهرنۍ پانګونې د جلبولو په هدف له امریکايي سوداګرو او پانګه والو سره غونډه وکړي.

XS
SM
MD
LG