د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۵۶

په پام کې ده نن تاجکستان کې دوه پوځي مانورونه پيل شي


په پام کې ده نن په تاجکستان کې دوه پوځي مانورونه پيل شي چې په يوه کې د تاجکستان او امريکا ځواکونه او په بل کې د تاجکستان او روسيې پوځيان برخه لري.

د تاجکستان او امريکا دغه پوځي تمرينات به د امريکا د دفاع وزارت او تاجکستان د امنيتي ځواکونو له‌‎خوا د اپرېل تر اوومې روان وي.

په پلازمېنه دوشنبه کې د امريکا سفارت د دغو تمريناتو اعلان تېره دوشنبه کړى و.

د سفارت چارواکو نن ازادي راډيو ته وويل چې په دغو پوځي تمريناتو کې به د امريکا ١۵٠ او د تاجکستان ١٠٠ پوځيان برخه لري.

په همدې حال کې رسنيو د تاجکستان د پوځي چارواکو په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، د تاجکستان پنځوس زره پوځيان او شااوخوا ٢٠٠٠ روسي پرسونل به په هغو پوځي تمريناتو کې برخه واخلي چې سر له نن نه پيلېږي او تر جمعې پورې به روان وي.

په تاجکستان کې د روسيې د پوځ يوه استازي نن ازادي راډيو ته وويل چې د تاجکستان او روسيې پوځي تمرينات د څو مياشتو لپاره پلان شوي دي.

دا مهال په تاجکستان کې د روسيې ٧ زره پوځيان دېره دي.

XS
SM
MD
LG