د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

د سوداګرو مېرمنو د محصولاتو نندارتون


په نننۍ خپرونه کې مو د نوي کال په مناسبت له هغه جوړ شوي نندارتونه خبروو چې سوداګرو او کسبه کارو مېرمنو هم پکې ګډون کړی و، دا چې په دې نندارتون کې مېرمنو څه نندارې ته ایښي وه.

په تېره یوه نیمه لسیزه کې افغان مېرمنو د ځینو نورو پرمختګونو ترڅنګ د افغانستان د پیاوړتیا په برخه کېکار او پرمختګکړی دی، دا مهال په افغانستان کې د نارینه وو ترڅنګ یو شمېر ډېرې مېرمنې په سوداګریزو فعالیتونو بوختې دي.

سره له دې چې افغان مېرمنې په خپل ټولنیز ژوند کې په بېلابېلو برخو کې له ستونزو او ننګونو سره مخ دي، خو بیا هم دوی توانېدلي چې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

اوس مهال افغان مېرمنې د مالدراۍ، کرنیزو چارو، غالۍ اوبدلو او غاړو جوړلو څخه نیولې بیا تر لویو ساختماني شرکتونو چارې سمبالوي او مشري یې کوي.

تېره اوونۍ د کابل په بادام باغ کې د نوي کال په مناسبت د بزګر ورځ او دوه ورځنۍ دودیزه میله ولمانځل شوه چې ګڼو سوداګرو مېرمنو هم پکې خپل محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړې و.
د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:07 0:00

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG