د هجري لمریز کال د پیل ورځ هغه مهال پیلیږي چې په طبیعت کې د زېږد او ودې حرکت پیل شي.
د دې کلیز لومړى موسم د پسرلي په نوم یادېږي او پسرلی هغه وخت راځي، کله یې چې له مخې د طبعیت په بېلابېلو برخو او توکو کې د مستۍ او بدلون نښې راڅرګندې شي، د دغو نښو د راڅرګندېدا لومړنۍ ورځې ته نوروز وايي.
دا وخت پیغلې هم غلې نه کیني ، خپل ذاتي جذبات او احساسات کله په سروکو کې د زړه له تله راباسي او کله یې پر شوڼډو داسې لنډۍ زمزمه کوي:
جانانه راشه پسرلی شو
زه د شړشم ګلان په تور اوربل کې ږدمه
نوروز د هغې ورځې نوم دی، کومه چې زرګونه کاله پخوا په مېلو سره لمانځل کېده، نوروز د هغې ورځ نوم دی چې په نوم شویو پیغلو ته خسرګنۍ تحفې وړي، نوروز د هغې ورځې نوم دی چې شاعران یې په خپلو شعرونو کې یادوي او که لنډه ووایم نو نوروز د هغې ورځې نوم دی چې د کایناتو هره برخه له خوښۍ مستیانې کوي.
لیکوال او ژورنالېست نور ولي سعید شینواری وايي چې که څه هم د نوروز لمانځل زرګونه کاله لرغونتوب لري، خو په هېواد کې یې لمانځل هم لرغونې ریښه لري.
د ښاغلي شینواري په خبره چې پخوانیو شاهانو به د نوروز په میلو کې سره په ګډه نڅاوې کولې او ډېری وخت به یاد جشن څو ورځو ته وغځید.
ښاغلی سعید وايي چې د نوروز میلې او د دغې ورځې تاریخي ارزښت که څه هم په ولسي ادبیاتو کې ډېر روښانه دی، خو خپل تأثیرات یې پر تحریري ادبیاتو هم نه دي سپمولي، په ګڼو غزلونو او سندرو کې یې هم یادونه شوې او تر ټولو ستر تاثیر یې د ځانګړو دودیزو مشاعرو موجودیت دی.