د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

شمال کې د جمعیت اسلامي او جنبش ملي پر نښتو نړیوالې تبصرې


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په تازه ګڼه کې د افغانستان په شمال کې د جمعیت اسلامي او جنبش ملي د قوماندانانو ترمنځ د وسله والو نښتو په اړه مطلب خپور کړی دی.

په دې پېښو کې یو شمېرکسان وژل شوي دي. د ورځپاڼې په باور په دې جګړو کې قوماندان ملنګ شامل دی چې د ښوونځي د یوه زده کوونکي په وژنه تورن شوی دی.

دی د اجرائیه رئیس د ګوند، جمعیت اسلامي قوماندان دی، بل لور ته د قیصاري وسله وال دي چې هغه د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د ګوند دی.

که څه هم د ازادي راډیو د خبریال د خبر له مخې دا جګړې اوس غلې شوې دي خو نیویارک ټایمز لیکي چې دا نښتې د افغانستان د پیچلي سیاسي وضعیت څرګندونه کوي.

ورځپاڼه لیکي، سربېره پر دې چې د دې دوو ډلو مشران د ملي وحدت په حکومت کې شامل دي خو بیا یې هم ملاتړي پر یوه بل ډزې کوي چې پکې خلک وژل کېږي او ملکیانو ته زیانونه اوړي.

د نیویارک ټایمز په باور له دې جګړو یو بل واقعیت هم په ډاګه کېږي چې یو شمېر قوماندانان چې د افغانستان کورنیو جګړو کې ښکېل وو لا هم د پخوا په څېر د یوه بل پرضد له وسلې استفاده کوي.

ورځپاڼه بل لورته لیکي چې جمعیت اسلامي او جنبش ملي یو بل تورنوي چې دې نښتو ته قومي رنګ ورکوي، دوی همدا راز پر یوه بل دا تور پورې کړی چې له نورو سیمو د دوی پرضد خپل وسله وال دې جګړو ته راولي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یوه بل مطلب کې د هلمند په ولایت کې د شخړو مسئله راسپړلې ده.

دغې ورځپاڼې د ګرشک په ولسوالي کې د نښتې پر مهال د درېیو امریکایي پوځیانو د ټپي کېدو پیښې ته اشاره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې د هلمند بې ثباته وضعیت د امریکایي ځواکونو پاملرنه دې ولایت ته زیاته کړې ده.

د ورځپاڼې په باور په روان پسرلي کې به د امریکا شاوخوا ۳۰۰ سمندري ځواکونه هلمند ته ولاړ شي چې له افغان ځواکونو سره به مرسته وکړي څو له عملیاتي او دفاعي کمربندونو ښه دفاع وکړي چې له دې سره به د جګړې په لومړۍ کرښه کې بدلون راشي.

XS
SM
MD
LG