افغانستان
په اداري فساد تورنو ۳ تنو علني محاکمه کابل کې پيل شوه
د افغانستان د پولیسو د ځانګړو قطعو د درې تنو کارکونکو علني محاکمه نن په کابل کې پيل شوه.
د دوی محاکمه د اداري فساد د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې په ځانګړي عدلي او قضايي مرکز کې روانه ده.
له دې وړاندې د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، له دې کسانو یو تن د رشوت د ورکړې پر مهال نېول شوی او دوه تنه نور دده شریکان بلل شوي دي.
د ښاغلي رسولي په وینا، لومړي کس غوښتل د اتیا زرو امریکايي ډالرو رشوت په ورکړې د اختلاس د یوې بلې دوسیې په اړه د څېړنو لوری بدل کړي.
د لویې څارنوالۍ د وینا په خبره د پولیسو په ځانګړې قطعو کې د ۲۶۱ میلیونه افغانیو د احتمالي اختلاس د دوسیې په اړه د اداري فساد د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې د ځانګړي عدلي او قضايي مرکز څېړنې دوام لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یو طالب چارواکی: صنعت د نظام د ملا تېر دی، معیاري توب او ښه والي ته یې کار کوو
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، صنعت د نظام د ملا تېر دی او په خبره یې د ښه والي او معیاري توب لپاره یې کار کړی.
د دغه وزارت د سوداګرۍ عمومي رییس محمد زبیر دین پرور دغه څرګندونې په پروان ولایت کې د " عالیست افغانیست" په نوم د کورنیو تولیداتو د درې ورځنی نندارتون په پای کې وکړې.
په دغه نندارتون کې چې پرون سه شنبه پای ته ورسېد، په څه باندې سلو غرفو کې افغاني تولیدات او محصولات نندارې ته ایښودل شوي وو.
دا هڅې داسې مهال کیږي چې په کور دننه صنعت کاران د برېښنا د کموالي په ګډون د یو شمېر نورو اسانتیاوو له کموالي شکایتونه لري.
د عالیست افغانیست په نوم د نندارتونونو لړۍ ۲۰۱۷ کال کې د تېر پرزیدلي جمهوري نظام پر مهال پيل شوې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز: د طالبانو لخوا د ۲ تلویزوني چینلونو بندول غیر قانوني دي
د افغانستان د خبریالانو مرکز په افغانستان کې د دوو ټلویزیوني چینلونو پر خپرونو بندیز غیر قانوني اقدام بللی دی.
د طالبانو حکومت پرون د نور او بریا په نوم ټلویزیونه بند کړل او ویې ویل چې د دوی اړوندې دوسیې یې محکمې ته سپارلې دي.
د خبریالانو مرکز نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا پرېکړه د هېواد د ټولنیزو رسنیو له قانون سره په ټکر کې ده.
د رسنیو د ملاتړ دې ټولنې د دې پرېکړې د لغوې او د دې دوو رسنیو د فعالیت د سمدستي پیل غوښتنه کړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړنو د کمیسیون غړي ذبیح الله سادات پرون ماښام خبریالانو ته وویل چې نور او بریا ټلویزیوني چینلونو اصول تر پښو لاندې کړي وو او سره له دې چې په وار وار ورته ویل شوي و، چې د هېواد ملي ګټې او د ژورنالېزم اصول په پام کې وساتي، خو د ده په وینا هغو دا سپارښتنې له پامه غورځولې وې.
نور ټلویزیون د جمعیت اسلامي د مشر صلاح الدین رباني او بریا ټلویزیون د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار له خوا جوړ شوي وو.
د طالبانو حکومت ۲ تلویزونونه تړلي او دوسیې یې خپلې محکمې ته سپارلې دي
د طالبانو حکومت د نور او بریا په نوم ټلویزیونه تړلي او ویلي یې دي چې د دوی اړوندې دوسیې یې محکمې ته سپارلې دي.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړنو کمیسیون پرون ناوخته د دې رسنیو د خپرونو د بندېدو خبر ورکړ.
د دې کمیسیون غړي ذبیح الله سادات یوې خبري غونډې ته وویل چې دې ټلویزیونونو اصول تر پښو لاندې کړي وو او سره له دې چې په وار وار ورته ویل شوي و، چې د هېواد ملي ګټې او د ژورنالیزم اصول په پام کې وساتي، خو د ده په وینا هغوی دا سپارښتنې له پامه غورځولې وې.
نور ټلویزیون د جمعیت اسلامي د مشر صلاح الدین رباني او بریا ټلویزیون د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار له خوا جوړ شوي وو.
بدخشان کې چاودنه؛ یو ماشوم مړ او پلار یې ټپي شو
د بدخشان ولايت په بهارک ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله يو څوارلس کلن هلک وژل شوى او پلار يې ټپي دى.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احسان الله "کامګر" وايي چې دا پېښه د سه شنبې په ورځ (اپریل ۱۶) د دغه ولایت د بهارک ولسوالۍ په ملنګ آب کلي کې شوې ده.
د کامګار په وينا، ماين له کورنيو جګړو راهيسې په يوه کرونده کې پاتې و او د پېښې لامل شوى دى.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې په افغانستان کې د ماینونو او نورو ناچاودېدونکو توکو د چاودنو له امله څه باندې ۱۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې چې ډېری یې ماشومان دي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو په ایستو اندېښنه وښوده
د بې پولې ډاکترانو ټولنې ام اس اف ویلي د هغو افغانانو په اړه جدي اندېښنه لري چې له پاکستانه په زور ایستل کېږي.
دې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې د سه شنبې په ورځ دا خبره کړې.
ام اس اف ویلي ګڼ دا افغانان روغتیايي خدماتو څخه محرومه دي، له بیوزلۍ کړېږي، سختو شرایطو او داسې حال کې خپل هېواد ته ستنېږي چې په ښځو باندې پراخ محدودیتونه لګول شوي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو په دویم پړاو کې چې د اپرېل له ۱۵ وروسته پیل شوی شاوخوا اته لکه کسان اغېزمنوي.
دا هغه افغان کډوال دي چې په پاکستان کې ثبت او راجستر شوي او تر څنګ یې د افغان تابعیت اسناد یا اې اسي سي کارتونه لري.
پاکستان د کډوالو د جبري ستنولو په لومړي پړاو کې شاوخوا نیم میلیون افغانان چې په خبره یې اسناد یې نه درلودل له خپلې خاورې په داسې حال کې وایستل چې افغانستان کې سوړ ژمی و او خلک یې له سختې بېوزلۍ او لوږې سره مخ دي.
طالبانو د دوو تلوېزیوني شبکو د بندولو پرېکړه کړې
د راپورونو له مخې د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د رسنیزو سرغړونو کمېسیون د دوو تلوېزیوني شبکو د بندولو پرېکړه کړې ده.
د باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي د خبر له مخې د دغې پرېکړې له مخې به د نور او بریا تلوېزیونونو خپرنې بندېږي او هغه به محکمې ته راجع کېږي.
د راپور له مخې د دغو تلوېزیوني شبکو د فعالیت د بندولو پرېکړه په دې خاطر شوې چې د خبریالی اصول او ملي او اسلامي ارزښتونو ته یې پام نه دی کړی او هغوی همداراز قومي، ژبني او سمتي تعصبونو ته په لمن وهلو تورن شوي دي.
په دې اړه نور جزییات نهدي ورکړل شوي او نه هم په دې خبر کې د دغو رسنیو د مسوولانو څرګندونې رااخیستل شوي، خو دا په افغانستان کې پر خپلواکو رسنیو د طالبانو له لوري یو بل ګوزار ګڼل کېږي.
پکتیا: د غره ښوېیدو له امله د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي
په پکتیا ولایت کې د یوه غره د ښویېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي دي.
باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، د سیمه ییزو چارواکو له قوله خبر ورکوي چې پېښه د دې ولایت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې شوې ده.
د خبر له مخې، چارواکو ویلي دي چې د پېښې په قربانیانو کې د دې کورنۍ ماشومان هم شامل دي.
په خبر کې د پېښې وخت نه دی ښودل شوی.
افغانستان کې بارانونه او سېلابونه؛ د مړو شمېر پنځوس او د ټپیانو ۳۶ ته رسېدلی
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له کبله د زیانونو تازه شمېرې اعلان کړې دي.
د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دې بارانونو او سېلابونو ۵۰ کسان وژلي، ۳۶ نور یې ټپیان کړي او ۷۰۶ کورونه یې ویجاړ کړي.
مخکې له دې چارواکو د مړو شمېر ۳۳ او د ټپیانو شمېر ۲۷ تنه یاد کړی و.
د دې وزارت ویاند ملا جانان سایق کورنیو رسنیو ته ویلي دي چې ۷۰۰ ایکره کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې او همداراز ۴۰۰ څاروي له منځه تللي دي.
ویاند زیاته کړه چې په دې پېښو کې په ټوله کې له ۱۶۰۰ زیات کورونه زیانمن شوي دي.
وروستیو سېلابونو د فراه، بادغیس، ارزګان، پکتیا، زابل، هلمند، کونړ، بدخشان، غور، کندهار، تخار، پروان او پلازمېنې کابل سیمې وځپلې.
پاکستان بیا د بې ویزې افغان ناروغانو پر مخ تورخم دروازه وتړله
په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستان د تورخم دروازه بیا د هغو ناروغانو پر مخ بنده کړې ده چې د دې هېواد ویزې نه لري.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر صدیق الله قریشي نن رسنیو ته وویل چې د پاکستان لوری هغو افغانانو ته چې ویزې او پاسپورت نه لري، له تورخم څخه د اوښتو اجازه نه ورکوي.
له بلې خوا په تورخم کې د ناروغانو د تنظیم د چارو یوه مسوول له خلکو غوښتي دي چې تر بلې خبرتیا پورې دې له دې دروازې د اوښتو لپاره مراجعه نه کوي.
د روانې وري میاشتې په پنځمه هم د تورخم لاره د پاکستاني پوځیانو ترمنځ له خپلمنځي شخړې وروسته وتړل شوه، خو له درې ساعته ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شوه.
وروستیو ورښتونو د نغلو او سروبي د برېښنا تولید زیات کړی
برشنا شرکت وايي د وروستیو اورښتونو له امله د سروبي، نغلو او ماهیپر په بندونو کې اوبه او د برېښنا تولید زیات شوی دی.
د دغه شرکت تازه خبرپاڼې د نورو جزئياتو له ورکولو پرته ويلي چې په يادو سټېشنونو کې د برېښنا توليد زيات شوى او ټولو عامه شبکو ته وېشل شوى دى.
د نغلو، سروبي او ماهیپر بندونه چې د تولید ظرفیت یې ۱۸۸ میګاواټه ته رسېږي، پلازمېنې کابل او د ننګرهار او لغمان ولایتونو ته برېښنا ورکوي.
د برشنا شرکت د معلوماتو له مخې، افغانستان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۴۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو اوس یوازې ۷۵۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي.