د پکتيا مرکز ګردېز ښاروال عصمت الله خالد د ښار د راتلونکي او پخواني وضعيت په اړه وايي چې په ښار کې پلانونه پلې کوي او غواړي په دې ښار کې د صفايي د پروګرامونو ترڅنګ نورې لويې او وړې پروژې هم پلې کړي.
ده وويل چې په تېرو کلونو کې د ښاروالۍ په برخه کې د پکتيا ستونزې زياتې وې چې اوس يې خدمات ډېرو ساحو ته غځولي او د کاغذ پرمخ شته ناحيې به عملاً د پروګرام له مخې تنظيم کړي:
له ښاغلي خالد سره د ازادي راډیو خبریال داود تپان مرکه کړې: