د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

رنجبر: حکومت دې امنیتي او ملکي ارګانونه له "پنځم ستون" نه پاک کړي


د افغانستان د حقوق‎پوهانو ډموکراټیکه ټولنه وايي، که حکومت ټولو دولتي ادارو او په تېره امنیتي او کشفي ارګانونو کې د پنځم ستون یا جاسوسانو د تصفیه کولو لپاره اقدام ونه‎وکړي راتلونکې کې به د وضعیت کنټرولول ګران شي.

د افغانستان حقوق پوهانو د ډموکراټیکې ټولنې مشر کبیر رنجبر د پنجشنبې په ورځ اروپا کې د مېشتو افغانانو د جرګې له استازیو سره کابل کې یوې ناستې ته وویل، دغو جاسوسانو هېواد ته ډېرې ستونزې پېښې کړي دي.

ښاغلي رنجبر زیاته کړه:

"پنځم ستون چې د سرطان په څېر يې ټولو ارګانونو کې ریښې ځغلولي کولای شي چې په بشپړې امانتدارۍ سره یو پروګرام عملي کړي او موږ یې پر وړاندې هېڅ هم نه‎شو کولای دولت باید کشفي او امنیتي ارګانونه د بهرنیانو څخه تصفیه کړي."

پنځم ستون هغه ته ویل کېږي چې د ملي ګټو پرضد بهرنیانو ته جاسوسي کوي.

ښاغلي رنجبر د پاکستان وروستیو لاسوهنو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دغه هېواد ټول نړیوال اصول تر پښو لاندې کړي دي.

په ورته وخت کې اروپا کې د مېشتو افغانانو د جرګې استازي اصغر منګل، پاکستان د افغانستان او نړۍ دښمن وباله او ټنیګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه دې د دغه هېواد پر وړاندې اقدام وکړي.

دی وایي، افغانان باید د پاکستان د لاسوهنې پر وړاندې یو موټی شي.

د پاکستان لاسوهنې او هېواد کې د نورو هېوادونو د جاسوسانو شتون هغه ستونزه ده چې مدني ټولنې پرې ډېرځله انتقادونه کړي دي.

افغان سیاستوال او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په دولتي ادارو کې د پنځم ستون موجودیت خطرناک بللي دي.

د افغان حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله ویلي هڅې کوي چې دولتي ارګانونه له جاسوسانو پاک کړي.

د حقوق پوهانو د ډموکراټیکې ټولنې دغه غوښتنه مو له افغان چارواکو سره شریکه کړه.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وویل:

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین

"که په ځانګړي توګه واضح شي چې احمد دی که محمود او په کومه اداره کې دی؛ سند دې وړاندې کړي، موږ يې پر وړاندې اقدام کوو."

په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه موضوع رد کړه:

"امکان نه‎لري چې څوک دې د پنځم ستون څخه وي نورو هېوادونو ته دې کار وکړي، اردو کې دې هم دنده ولري او پيژندل شوی دې هم وي؛دا هېڅ امکان نه‎لري."

ښاغلی وزیري ډاډ ورکوي چې ملي اردو ته د جلب او جذب شرایط جدي شوي او داوطلب د کره پیژندګلوۍ وروسته په دغو لیکو کې شاملېږي.

د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي چې د حقوق پوهانو په دغه غونډه کې حاضر و له دولتي مسؤلینو یې هیله وکړه چې د پاکستان د لاسوهنو او د هېواد د راتلونکي په اړه دې ښه فکر وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG