د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

فایننشل ټایمز: چین هم د نړۍ د امپراطوريو قبرستان ته داخلېږي


له بریتانیا خپریدونکې فایننشل ټایمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې یوه لیکنه خپره کړې چې په پیل کې یې وايي، چین هم د نړۍ د امپراطوريو قبرستان ته داخلېږي خو واشنګټن د چین پر دې دوامداره دخالت حساب نه شي کولی.

د ورځپاڼې په وینا له څو کلونو راهیسې د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې چین قانع کړي څو د افغانستان په امنیت کې نور هم دخیل شي.

خو تر اوسه د چین عکس العمل په دې متمرکز دی چې تاسو امریکایانو په افغانستان کې جنګ پیل کړئ او تاسو یې مسؤلیت لرئ.

ورځپاڼه وړاندې لیکي د چین مشران د افغانستان له تاریخ خبر دي چې له سکندر رانیولې، تر پخوانۍ بریتانیا او بیا شوروي اتحاد پورې ګڼو امپراطوریو دلته ماتې خوړلې ده.

خو فایننشل ټایمز په وینا په دې وروستیو کې چین د افغانستان په هغه سیمه کې چې له دې هېواد سره د یو دهلیز په ډول پوله لري، د ایغور بېلتون غوښتونکو خلاف عملیات کوي او په دې سیمه کې د وضعیت په خرابېدو اوس چین پریکړه کړې چې په جګړه زپلي ګاونډي افغانستان کې لا ډېر دخیل شي.

خو ورځپاڼه وايي، که چېرې چین پریکړه وکړي چې د ایغور وسله والو له تعقیب پرته د بل کوم هدف لپاره په افغانستان کې مخکې ولاړ شي، له شک پرته به یې دا کار له ماتې سره مخ شي.

ورځپانه لیکي، دا ځکه چې چین نه په داسې هېواد کې د پوځي عملیاتو تجربه لري او نه د دولت جوړونې.

له بلې خوا د چین هڅې ښايي په سیمه کې د امریکا له ګټو سره اړخ ونه لګوي او له همدې کبله ورځپاڼه سپارښتنه کوي چې واشنګټن باید افغانستان کې له چین سره د مسؤلیتونو د وېش پر مهال احتیاط له لاسه ورنه کړي.

فارین:

د فارین پالیسي خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې د بل ګاونډي؛ پاکستان سره د افغانستان اړیکې څېړلې دي او وايي د ډیورنډ د کرښې شا او خوا خطرونه زیات شوي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ ورسره ترنګلتیا هم زیاته شوې ده.

ورځپاڼه وايي، له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته تېره میاشت په پاکستان کې خونړۍ میاشت وه.

د فیبرورۍ په میاشت کې وسله والو په پاکستان کې څلور ایالتونه په نښه کړل.

له دې بریدونو څخه د سند ایالت د شهباز قلندر زیارت کې برید تر ۹۰ زیات کسان ووژل.

خپرونه زیاتوي دې بریدونو یوازې د پاکستان دننه تاوتریخوالی زیات نه کړ، بلکې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې هم ترینګلتیا زیاته کړه.

پاکستاني چارواکي په دې وروستیو کې ادعا کوي چې افغان حکومت پر دې کرښه د هغو وسله والو پر ضد کافي اقدامات نه کوي چې پاکستان کې د دوی په وینا بریدونه کوي.

خو خپرونه وايي، دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او حتی د امریکا متحده ایالات پاکستان تورنوي چې افغان طالبانو او حقاني شبکې ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې او له هغوی سره مرسته کوي.

خپرونه وايي، په دې وروستیو کې له پاکستان څخه پر افغانستان د توغندیو بریدونه هم زیات شوي دي چې په ترڅ کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي او سلګونه نور د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

فارین پالیسي وايي، په پاکستان کې بیا ګڼ څېړونکي په دې باور دي چې هندوستان په افغانستان کې میشت ترهګر د پاکستان خلاف بریدونو ته هڅوي.

خپرونه وايي، په داسې شرایطو کې واشنګټن په سیمه کې له یو ستونزمن وضیعت سره مخ دی چې باید په سیمه کې یوه هر اړخیزه پالیسي خپله کړي.

خپرونه وړاندیز کوي چې په نوې پالیسۍ کې باید د ټرمپ اداره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یو منځګړي رول ترسره کړي څو وتوانیږي په سیمه کې موجوده ترینګلتیا پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG