ولسمشر اشرف غني په قطر کې د وسله والو طالبانو د دفتر د بندیدو غوښتنه کړې.
د جمهوري ریاست د رسمي ویبپاڼې د خبر له مخې ولسمشر دا غوښتنه پرون د جرمني په مونشن ښار کې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې وکړه او ویې ویل که طالبان د سولې خبرو ته کېنني، نو د قطر د دفتر د بندولو په ګډون باید بندیزونه پرې ولګول شي.
آیا دا غوښتنه به د قطر د حکومت له خوا ومنل شي.
په دې اړه احمدتکل د ولسمشر غني له سلاکار محمد ایوب رفیقي سره په مرکه کې بحث کړی.
ښاغلي رفیقي په پیل کې د قطر او طالبانو نېږدې اړیکو یادونه وکړه: