د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

نړیوالو ورځپاڼو افغانستان ته د اضافي سرتېرو استولو په اړه تبصرې کړي


د لوېدیځ مهمو ورځپاڼو پرون په خپلو ګڼو کې افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو په اړه په افغانستان کې د دیره امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن پر غوښتنه تمرکز کړی.

جنرال نېکلسن د پنجشنبې په ورځ د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته د څرګندونو پرمهال د افغان ځواکونو د روزنې لپاره افغانستان ته د څو زره پوځي ترینرانو د استولو غوښتنه وکړه، ویې ویل دا سرتېري کېدای شي د امریکا یا د ناټو د نورو غړو هېوادونو وي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جنرال نېکلسن د څرګندونو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي، د امریکايي جنرال استدلال د پخواني ولسمشر بارک اوباما پر هغو پالیسیو ضمني انتقاد ته ورته و چې په افغانستان کې د سرتېرو د شمېر د کمولو لپاره یې په څو پړاوونو کې مهالویشونه جوړ کړل.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، اوس مهمه پوښتنه دا ده چې ولسمشر ټرمپ به د افغانستان لپاره کوم مهالوېش جوړ کړي.

نیویارک ټایمز په تېر یو کال کې د افغان ځواکونو تلفات یادوي او لیکي د دې درنو تلفاتو علت دا و چې افغان ځواکونو غوښتل د وسله طالبانو د حملو مخه ونیسي او د ولایتونو د مرکزونو نیولو ته یې پرې یې نه ږدي.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې لیکلي، جمهوري غوښتونکي سناتوران د امریکا پر پخواني ولسمشر بارک اوباما له دې کبله انتقاد کوي چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر یې ناڅاپه کم کړ.

ورځپاڼه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د ځانګړي سرمفتش د ادارې سیګار د ارقامو یادونه کوي او لیکي، د افغانستان جګړه د امریکا لپاره د ورځې په دیارلس میلیون ډالرو تمامېږي.

وال سټریټ ژورنال د مطلب په دوام لیکي، د افغانستان د اوږدې جګړې ډګر ته د زرګونه اضافي سرتېرو د استولو غوښتنه ښايي د عامو امریکایانو خوښه نشي.

ورځپاڼه د یوه سناتور دې پوښتنې ته چې ایا امریکا د افغانستان جګړه ګټلی شي کنه د جنرال نېکلسن مثبت ځواب ته اشاره کوي او د هغه له قوله لیکي چې وايي یو باثباته او ځواکمن مرکزي حکومت او د القاعده او داعش ډلو ماتې په افغانستان کې د بریا په معنی ده.

وال سټریټ ژورنال لیکي افغان ځواکونو اسلامي دولت یا داعش ته دومره ډیر تلفات اړولي دي چې د دې ډلې د وسله والو شمېر یې تقریباً نیمايي ته راکم کړی دی.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼه په دې اړه په یوه مطلب کې لیکي، د نېکلسن وینا د هغه بدلون لومړنۍ نښه ده چې د افغانستان د ۱۵ کلنې جګړې اداره د نوي ولسمشر لاس ته لویدلې.

خو ګارډین لیکي چې د نېکلسن څرګندونې په دفاعي برخه کې د ولسمشر ټرمپ له دریځ سره په ټکر کې دي ځکه امریکايي جنرال په افغانستان کې د ناټو ماموریت وستایه په داسې حال کې چې ټرمپ ناټو د ترورېزم په زمانه کې یوه بې ګټې ټلواله بللې.

XS
SM
MD
LG