د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

ډونالډ ټرمپ نن شپه له اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې کوي


د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ نن شپه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې کوي.

سپینې ماڼۍ ویلي تمه ده دواړه مشران نن شپه [د افغانستان په وخت نهو بجو] سره خبرې وکړي.

سپينې ماڼۍ د دې ټیلیفوني خبرو اجنډا نه ده روښانه کړې.

ارګ ماڼۍ هم تر دې دمه د دې پلان شوې ټيلیفوني مکالمې په اړه څه نه دي ویلي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېر ډیسمبر د امریکا متحده ایالتونو له جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفون خبرې کړې وې او د ترورېزم په وړاندې په ګډې مبارزې یې ټینګار کړی و.

XS
SM
MD
LG