د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې هېواد د عدليې وزارت سرپرسته او لويه څارنواله له خپلې دندې لیرې کړه.
سالي يیتس "Sally Yates" د ټرمپ هغه پرېکړې تر پوښتنې لاندې راوستلې وه چې ایا د اوو مسلمانو هېوادونو پر وګړو امریکا ته پر داخلېدو مؤقتي بنديز قانوني دی که نه؟
د جنورۍ په ۳۰مه نېټه سپينې ماڼۍ په يوه اعلامیه کې د امریکا پر سرپرستې لويې څارنوالۍ سالي يیتس تور پورې کړ چې د قانوني امر له پلي کولو څخه په ډډه کولو سرهيې له عدليې وزارت سره خيانت کړی دی ځکه دا امر د امریکا د وګړو د خونديتوب لپاره صادر شوی دی.
اعلاميې همداراز مېرمن يیتس د سرحدونو او غير قانوني پناه غوښتنې په اړه ډېره کمزورې بللې ده.
د دوشنبې په ورځ، يیتس وويل چې د عدليې وزارت له وکيلانو يې غوښتي چې په محکمه کې د ټرمپ د امر ملاتړ ونهکړي.
مېرمن يیتس دا خبرې په یوه لیک کې کړې ده.
د دې پر ځای د وېرجینيا ختيځې ناحيې څارنوال دانا بوينتې "Dana Boente" وګومارل شو.
بوينتې د دندې له پيلولو وروسته د عدليې وزارت ته ویلي چې د امریکا ولسمشر د قانوني اوامرو دفاع وکړي.
ټاکل شوې وه يیتس تر هغه وخته پر خپله دنده پاتې شي چې سنا د دې ځای ناستی ټاکلی وی.
مېرمن يیتس، پخواني ولسمشر بارک اوباما د لویې څارنوالۍ او د عدليې وزارت د سرپرستې په توګه ګومارلې وه.
اووه هېوادونه چې په اړهيې ټرمپ امر کړی، ايران، عراق، ليبیا، سومالیه، سوريه، سوډان او يمن دي.
تر دې امر وروسته چې د دغو اوو مسلمانو هېوادونو پر وګړو امریکا ته پر ننوتلو مؤقتي بنديز اعلان شو، په امریکا کې دننه د پراخې کچې لاريونونه وشول.
د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما یوه وياند د دوشنبې په ورځ وويل چې پخوانی ولسمشر له هرې هغې پالېسۍ سره مخالف دی چې د مذهب پر اساس توپيري چلند کوي.
ده ويلي دي چې امریکايي ارزښتونه له خطر سره مخامخ دي.
ده دا هم ويلي چې په دې اړه د امریکايانو لاريونونه اوباما ته روحيه وربخښلې ده.
د دوشنبې په ورځ ټرمپ د امریکا د پناه غوښتنې او ګمرکي قوانينو پلي کولو ادارې "ICE" مشر ډنيال راګسډېل "Daniel Ragsdale" له دندې ګوښه او پر ځای يې توماس هومن "Thomas Homan" وټاکه.
راګسډېل پر دغې دنده د جنورۍ له شلمې راهيسې کار کاوه.
د ده ځای ناستی توماس هومن مخکې د پناه غوښتنې او ګمرکي قوانينو پلي کولو ادارې د اجرائيه رئیس په توګه کار کړی دی.
پر دغې دنده د کار پر مهال توماس د هغو کسانو چې د امریکا امنيت او خلکو خونديتوب ته خطر وو، د پېژندلو، نيولو، توقیف کولو او د غير قانوني بهرنيانو په توګه له امریکا د ايستلو دنده هم درلوده.
د کورنیو چارو وزارت په اعلاميه کې د دغه تغيیر په اړه هېڅ ډول دلايل نهدي ورکړل شوي.