د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

فارن پالیسي: د نړۍ په لسو مهمو کړکېچونو کې د افغانستان موضوع


فارن پالیسي خپرونې افغانستان بیا په هغو لسو مهمو کړکېچونو کې راوستی چې نړۍ به په ۲۰۱۷ میلادي کال ورسره مخامخ وي.

خپرونه لیکي، له څه باندې پنځلسو کلونو وروسته چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف د تروریزم په وړاندې پراخه مبارزه کې په افغانستان کې د طالبانو واکمني نسکوره کړه، په دې هېواد کې جګړې او سیاسي بې ثباتي د نړې سولې او امنیت ته جدي ګواښ متوجه کړی دی.

طالبان پرمختګ کوي، د حقاني شبکه په لویو ښارونو کې د حملو مسؤلیت په غاړه اخلي او د اسلامي دولت ډلې هم د یولړ هغو حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی چې په ترڅ کې یې شیعه مسلمانان په نښه شوي.

ظاهراً داسې ښکاري چې دا ډله په دغو حملو سره غواړي فرقه یي شخړو ته لمن ووهي.

تېرکال په دې هېواد کې د وسله والو نښتو او ورسره د ملکي تلفاتو شمېر له هغې وروسته چې په ۲۰۰۷ کال ملګرو ملتونو د دا ډول پېښو ثبتول پیل کړي دي، تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

د فارن پالیسي په لیکنه که افغان امنیتي ځواکونه له دې زیات کمزوري شي د دې خطرشته چې د حکومت ترواکمنۍ لاندې پراخې سیمې له لاسه ووځي او محلي او سیمه ییزو سخت دریځو ډلو ته فرصت په لاس ورکړي چې ورڅخه ګټه پورته کړي.

د خپرونې په وینا د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دغه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه د یوې سیاسي موضوع په توګه دومره زیاته یاده نشوه.

منتخب ولسمشر ټرمپ که څه هم په کراتو کراتو په افغانستان کې د دولت جوړونې هڅو ته د شک په سترګه کتلي، دا چې دی د دې هېواد په اړه څه نیت لري تر اوسه روښانه نه دی.

فارن پالیسي خپرونې د ځینو هغو عواملو یادونه کړې چې د افغانستان پر دولت یې فشارونه لا زیات کړي او هغه یې کمزوری کړی دی.

خپرونه د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې ترینګلتیا ته په اشاره لیکي چې دغه کړکېچ تېر کال په پاکستان کې دېره په زرګونو افغان کډوال چې د کوربه هېواد له خوا فشارونه پرې زیات شوي و، اړ کړل چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د افغانستان د کډوالو ستونزه لا پسې هغه وخت پراخه شوه چې اروپایي اتحادیې اعلان وکړ چې اتیازره افغانان بېرته افغانستان ته استوي.

د دغه پلان ترشاه هم سیاسي انګېزه پرته وه په دې معنی چې دغې اتحادیې له افغانستان سره بشري مرستې په همدې مسئلې پورې تړلې وي.

پردې ټولو سربېره د افغانستان اقتصادي ستونزو له مخکې د دې هېواد پر حکومت فشارونه زیات کړي و.

ایکونومیست:

ایکونومیست خپرونه، څنګه ناکام دولتونه سمبال کېدای شي او ټرمپ باید افغانستان یوازې پرې نږدي، ترسر لیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي، اته کاله مخکې اشرف غني او کلیرلوکرټ د ناکامو دولتونو د جوړولو په نوم یو کتاب چاپ کړ.

اوس ښاغلی غني په داسې موقف کې دی چې خپلې سپارښتنې عملي کړي.

هغه د افغانستان ولسمشر دی چې دولت یې په ۱۹۹۰ لسیزه کې ناکام شوی و او کېدای شي بیا ناکام شي.

ایکونومیست خپرونه وړاندې په دې اړه چې ولې دولتونه په ناکامو دولتونو بدلېږي، د یو لړمهمو عواملو یادونه کوي او وایي د دې لپاره چې افغانستان بیا له ورته سرنوشت سره مخامخ نشي، باید یو شمېرخنډونه له منځه یوسي.

د خپرونې په لیکنه له هغې وروسته چې بارک اوباما د ناتو ځواکونو ډېره برخه سرتېري له افغانستانه وایستل، طالبانو او نورو سخت دریځو د دې هېواد یو شمېر سیمې ونیولې او تېرکال د دې هېواد وضعیت په ټپه درېدلی و، که ډونالډ ټرمپ پاتې امریکایي سرتېري له افغانستانه وباسي، د دې ډېر خطر شته چې جهادي ډلې بیا قدرت ترلاسه کړي.

د ایکونومیست په وینا لومړی اقدام چې ښاغلی ترمپ یې باید وکړي دادی چې لږترلږه په اوسنۍ کچه د امریکا حضور په افغانستان کې وساتي، په اوسنۍ کچه هوایي ملاتړ، د افغان ځواکونو د روزنې او مالي تمویل هڅو ته دوام ورکړي.

ټرمپ پردې سربېره پر پاکستان هم باید فشارونه زیات کړي چې طالبان پرې نږدي چې په خاوره کې یې امن ځایونه ولري.

XS
SM
MD
LG