د سربازانو د آرامۍ لپاره مو څو زره ټنه د بوټونو رنګ واخېست!
د ګوړې اچار په دې خپرونه کې مو د توپونو او ټانکونو له وزیر سره یوه خیال پلوي مرکه درته کړې ده.
وزیر صیب فرمايي چې بینالمللي همکارانو ته ېې د بحري قوې د جوړولو فرمایش ورکړی دی چې لومړۍ
جنګي بیړۍبه ېې د قرغې په بند کې لنګر واچوي!...د کابل د دفاع لپاره!
بیا مو د ( ولې؟... ځکه چې! ) د اچارو مرتبان درته ایښی دی.
په پای کې مو هغه کور ته بیایو چې هلته مینه سالاري حکومت کوي، خو د کور خاوند له امر سالارۍ، کلینر سالارۍ، استاد سالارۍ او میړه سالارۍ څخه شکایت کوي!
د مطلبونو له اورېدو وروسته ېې په خوند پوهیږئ.
جوړوونکی : ننګیارنااشنا