د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

دې هېل: دولت جوړونه کې د ټرمپ نظر دې افغانستان کې وازمویل شي


واشنګټن ټایمز ورځپاڼه په خپله ورورستۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې لیکي چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې د ۲۰۱۶ کال له پیل سره سم د انساني تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

ورځپاڼه لیکي:

په افغانستان کې د امریکا جګړه چې ۱۵ کاله یې پوره شول تر ټولو خونړي پړاو ته رسېدلې او د ملکي وګړو، سرتېرو او وسله‎وال طالبانو په ګډون زرګونه افغانان په‎کې ووژل شول.

ورځپاڼه په ۲۰۱۶ کال کې د طالبانو د حملو د زیاتېدو په نتیجه کې د څه باندې ۶۰ زره افغانانو مرګ ژوبلې یادونه کوي. واشنګټن ټایمز لیکي چې افغان چارواکي د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو د تلفاتو د دقیقو شمېر له ورکولو ډډه کوي.

ورځپاڼه د دفاع وزارت د مرستیال ویاند محمد رادمنش له قوله لیکي چې نوموړی د تېرکال په پرتله د افغان ځواکونو په تلفاتو کې په سلو کې لس زیاتوالی تائیدوي خو هغه زیاتوي چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۸ زره وسله‎وال وژل شوي، ۱۲ زره نور ټپیان شوي او زرګونه طالب وسله‎والو او د هغو قوماندانان نیول شوي دي.

خو ورځپاڼه په عین حال کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یوناما هغه راپور یادوي چې وايي، سږکال د وسله‎والو طالبانو پرضد په حملو کې څه باندې ۳ زره ملکي افغانان وژل شوي دي.

واشنګټن ټایمز په واشنګټن کې د جګړې د مطالعاتو د انسټیټوټ د تحقیقاتي مرکز د کارپوهانو له قوله لیکي چې افغان ملي، دفاعي ځواکونه د دولتي حاکمیت په حوزه کې د شاملو سیمو د امنیت لپاره لاهم تر ډېره د امریکا په ملاتړ متکي دي.

دې هېل The Hill:

دې هېل The Hill امریکايۍ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي، د دولت جوړونې په مسئله کې د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ نظر باید په افغانستان کې وازمویل شي.

ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې څو ځلي دا خبره یاده کړې چې د دولت جوړونې له هڅو باید لاس واخېستل شي ځکه د ده په وینا د دولتونو جوړول یا په ځینو هېوادونو کې د رژیمونو بدلول لویه سهو وه.

دې هیل زیاتوي، د امریکا د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د افغانستان نوم په ندرت سره یادېده او ټرمپ ظاهراً د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر میاشت کې افغانستان هغه مهال په خپلو خبرو کې یاد کړ چې له CNN ټلویزیون سره په مرکه کې یې وویل، په لومړي ګام کې افغانستان ته ننوتل یوه سهو وه خو هغه وویل چې راتلونکی ولسمشر د سرتېرو د شمېر له ساتلو پرته بل څه نه‎شي کولای.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

ولسمشر بارک اوباما دوه ځلې اړوت چې د پوځي قوماندانانو له غوښتنې سره سم په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر زیات کړي.

دې هیل لیکي چې ښايي منتخب ولسمشر ټرمپ هم له همداسې مسئلې سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG