د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

ډيپلومات: ايران او روسيه افغانستان کې پر امريکا د فشار راوړلو فرصت ګوري


ډيپلومات:

ډيپلومات خپرونې په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان په باب يوه ليکنه خپره کړې چې سرليک يې دى: ايران او روسيه په افغانستان کې پر امريکا د فشار راوستلو لپاره فرصت ته ګوري.

د مقالې ليکوال عطا نصيب په ليکنه کې له وسله والو طالبانو سره د ايران او روسيې د همکارۍ پراختيا ته اشاره کړې چې د لوېديځو هېوادونو پام يې ځان ته اړولى دى.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي، که څه هم د وسله والو طالبانو له سخت دريځې ډلې سره د تهران اړيکې زړه خبره ده، خو د مسکو له خوا له دې ډلې سره د محتاطانه همږغۍ په اړه شکونه، په افغانستان کې امريکا او د هغې پوځي مبارزې ته يوه خطرناکه مسئله ګڼل کېږي.

د ډيپلومات خپرونې په باور، د پاکستان ترڅنګ چې د طالبانو دوديز ملاتړى ګڼل کېږي، واشنګټن اوس په دې اړه اندېښنه لري چې د سيمې ځينې هېوادونه به طالبانو ته په مشروعيت ورکولو سره، په افغانستان کې د امريکا حضور ته خطر پېښ کړي.

د ډيپلومات خپرونې په ليکنه کې دېته اشاره شوې چې تهران اوس له طالبانو سره اړيکې پراخې کړي دي.

که څه هم مخکې طالبان په پټه ايران ته تلل، خو اوس دغه هېواد په ښکاره طالب مشرانو ته بلنه ورکړې چې په يوه اسلامي کنفرانس برخه واخلي او دغه طالب مشران يې "منځلاري" بللي دي.

بل خوا د ليکنې په حواله، مسکو هم داسې فرصت ته انتظار باسي، چې وکړاى شي په افغانستان کې واشنګټن ته زيان ورسوي، هغه کار چې درې لسيزې مخکې هم پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې کاوه.

ډيپلومات ليکي:

خو پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال زياتې سيمې د "مجاهدينو" لاس ته ورغلې وې او د پخواني شوروي اتحاد "سور پوځ" يې مجبوره کړ چې له افغانستانه ووځي. د ليکنې په باور شوروي قواوو په افغانستان کې زيات جنايتونه وکړل.

په ليکنه کې پاکستان ته هم اشاره شوې، چې نه غواړي له واشنګټن سره په مستقيم ډول په مقابله واوړي، خو د دغه هېواد هدف تل دا و، چې پر افغانستان کنټرول او نفوذ ولري.

ډېلي مېل:

له بريتانيا خپرېدونکې انلاين خپرونې ډېلي مېل پرون د يوې افغانې پيلوټې پر برخليک ليکنه خپره کړې چې ويلي يې دي: زه پر خپل ژوند بېرېږم.

خپرونې ليکلي چې ٢٥ کلنه نيلوفر رحماني د طالبانو د رژيم تر نسکورېدو وروسته د افغان پوځ لومړنۍ ښځينه پيلوټه ده چې د مرګ د ګواښونو له کبله مجبوره شوې، په امريکا کې د پناه غوښتنه وکړي.

د خپرونې په ليکنه، کله چې مېرمن نيلوفر او کورنۍ ته يې د مرګ ګواښونه وشول، هغه مجبوره شوه څو- څو وارې له يوه ځايه بل ځاى ته کډه شي.

ډېلي مېل خپرونه زياتوي، وروسته له هغې چې مېرمن رحماني امريکا ته لاړه، کورنۍ يې د اخطارونو له کبله مجبوره شوه، درې واري له يوه ځايه بل ځاى ته کډه شي.

نيلوفر رحماني ته په ٢٠١٥م کال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو ښځو نړيواله جايزه هم ورکړل شوې وه.

افغانې پيلوټې نيلوفر رحماني تېر دوبى په ارکانساس ايالت کې د امريکا له هوايي ځواک څخه د روزنې ترلاسه کولو په هدف امريکا ته سفر وکړ، دغه روزنه تېره پنج شنبه پايته ورسېده. پام کې وه مېرمن رحماني د شنبې په ورځ افغانستان ته ستنه شي، چې دا کار يې نه دى کړى.

د هغې مدافع وکيل ويلي، که چېرې مېرمن نيلوفر افغانستان ته ستنېږي، د خونديتوب په اړه يې سختې اندېښنې شته. ده ويلي نيلوفر ته ورکړل شوي اخطارونه ټول مستند شوي دي.

XS
SM
MD
LG