د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۷:۵۳

نړۍ

ټرمپ: اسائیل به د ښارګوټي جوړولو پلان عملي کړي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ترمپ پرون شنبه وویل، د فلسطین په نیول شویو سیمو کې له اسرائیلو څخه د ښارګوټو د نه‌جوړولو د غوښتنې پرېکړه‌لیک ته د امنیت شورا رأیې به د سولې معامله لا سخته کړي.

ټرمپ په یوه پیغام کې چې په ټویټر کې یې خپور کړی، په عین حال کې ویلي چې اسرائیل به په هر حال دا عملي کړي.

د ښاغلي ټرمپ دا پیغام لږ وروسته له دې خپور شو چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د امریکا د ولسمشر بارک اوباما پر حکومت د دغه پرېکړه‌لیک د نه‌ویتو کولو په خاطر سخت انتقاد وکړ.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د انګلستان کيپټان له نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

ايون مورګن د نيوزيلنډ لوبډلې خلاف په يوه لوبه کې د توپوهنې پرمهال

د انګلستان د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کيپټان ایون مورګن له نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

۳۵ کلن ایون مورګن پرون اعلان وکړ، چې نور به نړيوال کرکټ پرېږدي.

مورګن که څه هم انګلستان ته د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړيوال جام وګاټه خو په وروستیو لوبو کې ښه نه و ځلېدلی.

مورګن په ایرلنډ کې زېږېدلی و او په لومړي ځل د ایرلنډ په ملي لوبډله کې ولوبېد خو وروسته د انګلستان له لوبډلې سره یو ځای شو او تر دې چې د دې لوبډلې کيپټان وټاکل شو.

ایون مورګن په ۱۲۶ نړيوالو کې د انګلستان لوبډلې کيپټاني کړې وه، چې ۷۶ لوبې یې ګټلې وې.

مورګن د ټېست کرکټ په ۱۶ لوبو کې ۷۰۰، په ۲۴۸ یو ورځنیو لوبو کې ۷۷۰۱ او ۱۱۵ نړىوالو شل اوریزو لوبو کې ۲۴۵۸ منډې جوړې کړې وې.

د اوکراين په ليسچيانسک کې وضعيت خراب بلل شوی

د اوکراين د جګړې يو انځور

روسي ځواکونه د اوکراین په لیسچیانسک کې ړندو بمباریو ته دوام ورکوي او سیمه ییزو چارواکو په دې ښار کې چې د اوکراین په ختیځ کې د جګړې وروستۍ سنګر بلل کېږي، وضعیت ډېر خراب بللی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي روسیه تورنه کړې چې په کریمینچوک کې په قصدي توګه ملکیان په نښه کوي په هغه ښار کې چې د خرڅلاو پر یوه لوی مرکز د روسیې د تیرې ورځې د توغندویي برید په نتیجه کې لږ تر لږه اتلس کسان وژل شوي او په لسګونو نور تر اوسه تري تم دي.

زلنسکي وویل، روسیه غواړي هر څومره چې کولای شي خلک ووژني.

نوموړي دغه راز پرون له ملګرو ملتونو وغوښتل چې ځانګړی پلاوی دې د پېښې ځاته واستوي یا دې په خپله د ملګروملتونو سرمنشي ورشي ترڅو پر توغنديو لګېدلی دغه ځای له نژدې وګوري.

زلنسکي دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغې بېړنۍ غونډې ته وکړې چې د روسیې له دغه توغندویي برید وروسته د کییف په غوښتنه رابلل شوې وه.

ناټو کې د فنلنډ او سويډن د غړيتوب منلو په اړه ترکيې موافقه کړې

د ترکيې ولسشر رجب طيب اردغان او د ناټو عمومي منشي ينسټولټنبرګ

ترکیې منلې ده چې په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب د غوښتنې پر وړاندې له مخالفت څخه لاس اخلي.

پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته دې دوو هېوادونو په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه خو د ناټو غړې ترکیې یې مخالفت کاوه.

د فنلنډ ولسمشر ساولي نینیستو پرون وویل دا موافقه وروسته له هغه ترلاسه شوه چې ده او د سویډن صدر اعظمې مګدالینا اندرسون پرون (د جون ۲۸مه) په مادرید کې د ناټو د سرمشریزې له جوړېدو مخکې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.

نوموړي ويلي، له دې کتنې وروسته هغه ګډه موافقه لاسليک شوه چې له مخې یې دا درې هېوادونه له بهره د امنیتي ګواښ په صورت کې د یو بل پوره ملاتړ کوي.

شمالي وزيرستان: دوه پوليس او د پوليو ضد واکسين کمپاين يو غړی وژل شوي

د وژل شويو کسانو د تدفين مراسم

په شمالي وزیرستان کې د پولیو پرضد د واکسین د کمپاین پرمهال د وسله والو په برید کې دوه پولیس او د واکسین د کمپاین یو غړی وژل شوي دي.

په سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي عزیزالله ویلي دي چې په دې برید کې یو لاروی هم ټپي شوی دی.

د نوموړي په وینا برید کوونکي چې پر موترسایکل سپاره وو، له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې تر اوسه هم د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ- پولیو پېښې پکې شته.

له اپرېل میاشتې راهیسې، په پاکستان کې د پولیو یوولس پېښې موندل شوي چې واړه په شمالي وزیرستان کې وې.

دا پېښه یوه ورځ وروسته له دې وشوه چې د پاکستان حکومت د ټول هېواد په کچه د پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیل کړ. د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې.

کولمبيا: په يوه زندان کې د اور لګېدنې له امله ۵۱ کسان مړه شوي

ارشيف

د کولمبیا د جنوب لویدیځ په یوه زندان کې د بلوا پر مهال اور لګېدلی چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۵۱ کسان مړه او تر شلو زیات نور ټپیان شول.

د زندانونو ملي ادارې ویلي، پېښه پر ځايي وخت د سې شنبې سهار شوې.

بلوا او اورلګېدنې هغه وخت پېښه شوه، چې بلواګرو زندانیانو دوی لوري ته د پولیسو د مخکې تګ د مخنیوي لپاره اورونه ولګول.

د کولمبیا چارواکي وايي، په پېښه کې ۵۱ بندیان مړه او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو په مراکش کې د ۲۳ کسانو د مړينې د څېړنو غوښتنه وکړه

د مراکشي پناه غوښتونکو انځور

ملګرو ملتونو پرون سې شنبه د لږ تر لږه ۲۳ کسانو د مړینې په اړه د بېطرفانه څېړنو غوښتنه وکړه.

دغه کسان وروسته له هغې مړه شول، چې تېره جمعه شا و خوا ۲۰۰۰ پناه غوښتونکو هڅه وکړه، چې له مراکش څخه هسپانیا ته واوړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویاندې راوینا شامداساني پرون په جنیوا کې خبریالانو ته وویل: ملګري ملتونه له دواړو هېوادونو غواړي چې اغېزناکې او بې پرې څېړنې یقیني کړي.

ملګري ملتونه وايي په تاوتریخوالي کې ۲۳ پناه غوښتونکي مړه شوي او ۷۶ نور ټپیان شوي دي.

د مراکش چارواکي وايي په تاوتریخوالي کې د دوی ۱۴۰ پولیس هم ټپیان شوي دي.

امريکا تازه پر ۷۰ شرکتونو او ۲۹ کسانو بنديزونه ولګول

د امريکا بيرغ

د امریکا متحدو ایالتونو پرون سې شنبه پر ۷۰ شرکتونو او ۲۹ نورو اشخاصو بندیزونه ولګول، چې په دوی کې د روستیک (Rostec) په نوم د روسیې یو دفاعي شرکت هم شامل دی.

د دغو بندیزونو هدف، د وسلو د جوړولو او ګمارلو لپاره د روسیې د قابلیتونو پر «زړه» حمله ښوول شوې ده.

د دغو بندیزونو له مخې چې د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړي، د روسیې د سرو زرو پر وارداتو بندیز هم شامل دی.

د امریکا د خزانې وزیرې جنت یلین (Janet Yellen) په یوه اعلامیه کې وویل د اوکراین په وړاندې د روسیې د جګړې له کبله، امریکا یو وار بیا ټینګار کوي، چې له خپلو شریکانو او متحدانو سره پر مسکو نورو سختو بندیزونو ته ژمن ده.

په پاکستان کې د پوليو ضد کمپاين يو کارکوونکی او دوه پولیس وژل شوي

په پاکستان کې کور په کور د پولیو ضد واکسین کمپاین انځور

وسله والو نن د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پولیو د واکسین د کمپاین پر یوه ټیم په برید کې یو روغتیاپال او دوه پولیس وژلي دي.

دغه وروستۍ پېښه په شمالي وزیرستان کې چیرې چې د پولیو ډېرې پیښې ثبت شوې، رامنځ ته شوې ده.

د افغانستان ترڅنګ پاکستان د نړۍ له هغو دوو هېوادونو دي چې تر اوسه پکې د پولیو ناروغۍ شته او ډېر ځلې د سخت دریځو له خوا پر واکسیناتورانو حملې کېږي.

لکه د افغانستان په څېر په پاکستان کې هم له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسین کمپاین له پرون دوشنبې راهیسې پیل شوی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به له ۱۲ ميلیون او ۶ سوه زره زیاتو ماشومانو ته دغه واکسین ورکړل شي.

پاکستان له پنځلسو میاشتو وروسته په تېره اپریل میاشت کې د پولیو د لومړۍ پېښې د ثبتېدو خبر ورکړ.

له هغه راهیسې په دې هېواد کې یولس پېښې ثبت شوي دي.

ټولې دغه پېښې د شمالي وزیرستان په هغو کلیو کې ثبت شوي چې ډېری اوسېدونکي یې محافظه کار او د واکسینونو ضد دي.

په افغانستان کې چارواکو هیله څرګنده کړې چې د دغه کمپاین په ترڅ کې چې تر پنجشنبې پورې به دوام کوي، نژدې لس ميلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین شي.

د ناټو د غړو هېوادونو مشران په مادرید کې مهمه غونډه کوي

د ناټو سازمان نښان

د ناټو د غړو هېوادونو مشران نن ناوخته د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې په هغه درې ورځنۍ غونډه کې راټولېږي چې په وروستیو څو کلونو کې د دې ټلوالې تر ټولو مهمه غونډه ګڼل کېږي.

د ناټو عمومي منشي یینس ستولتېنبېرګ پرون وویل، چې په دې سرمشریزه کې به د اوکراین لپاره د ډاډمنو مخابراتو، د ډرون ضد سیسټمونو او تېلو په څېر په بېلابېلو برخو کې د مرستو پر یوې نوې بستې موافقه وشي.

په پام کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي هم دې غونډې ته وینا وکړي.

د اوکراین پر یوه ډک پلورنځي د روسیې توغندیز برید جنګي جنایت وبلل شو

د اوکراین په مرکزي ښار کریمینچوک کې دا برید د دوشنبې په ورځ وشو چې لږ تر لږه ۱۵ کسان په کې ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.

د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو مشرانو د اوکراین له ګڼې ګوڼې پر یوه ډک پلورنځي د روسیې توغندیز برید جنګي جنایت وباله.

دغو مشرانو ژمنه وکړه، چې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین نه به د حملې پوښتنه کوي.

د اوکراین په مرکزي ښار کریمینچوک کې دا برید د دوشنبې په ورځ وشو چې لږ تر لږه ۱۵ کسان په کې ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.

د بریتانیا، کانادا، فرانسې، جرمني، ایتالیا، جاپان او امریکا مشرانو پرون په جرمني کې وویل، چې دا ډول بېباکانه بریدونه جنګي جنایت دی.

روسي ځواکونو د اوکراین د خرڅلاو پر یوه مرکز برید کې ۱۵ کسان وژلي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او نورو چارواکو سمدستي دغه برید وغانده.

د اوکراین په مرکزي ښار کریمینچوک کې د خرڅلاو پر یوه ګڼه ګوڼي مرکز د روسیې د یوه توغندویي برید په نتیجه کې لږترلږه پنځلس تنه وژل شوي او شاوخوا پنځوس تنه نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او نورو چارواکو سمدستي دغه برید وغانده.

د پېښې له ځایه په یوه اخیستل شوې ویډیو کې ښکاري چې د خرڅلاو د دغه مرکز له ودانۍ څخه چې اور یې اخیستی، تور لوګي پورته کېږي.

د کریمینچوک والي دیمیترو لونین ویلي، چې په دغه برید کې لږترلږه لس کسان وژل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر، ویلي دا حمله پر هغو خلکو شوې چې پر روسیې قهروړي دي او غواړي عادي ژوند وکړي.

پوليس په جنوبي افريقا کې د ۲۰ کسانو مرموزه مړينه څېړي

د جنوبي افريقا پوليس

د جنوبي افریقا پولیس د لږ تر لږه ۲۰ کسانو مرموزه مړینه څېړي، چې ډېری یې تنکي ځوانان دي.

دغه کسان د ایست لندن ښار په یوه مشهور بار کې دننه مړه وموندل شول.

د پولیسو افسیر تمبينکوسکي کینانا پرون ویلي، لا ډېره وختي ده چې د دغو کسانو د مړینې د علت په باب څه وویل شي.

چارواکو ویلي چې د قربانیانو ډېری برخه هغه تنکي ځوانان وو، چې د عالي لېسې د پای ته رسولو خوشحالي یې لمانځله.

چارواکو دا نه ده منلي چې دغه کسان دې په ټېل ماټېل کې مړه شوي وي، خو ویلي یې دي چې د عدلي طب تر څېړنو وروسته به معلومه شي چې دغه کسان مسموم کړای شوي که نه.

ملګري ملتونه: د اوکراين جګړه ښايي د نشه‌يي توکو ناقانونه توليد ته وده ورکړي

د اوکراين د جګړې يو انځور

ملګري ملتونه وايي، د اوکراین جګړه ښايي د مخدره موادو غیرقانوني تولید ته وده ورکړي، ځکه د تریاکو د بازار راتلونکی د بحران ځپلي افغانستان په برخلیک پورې اړه لري.

د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو ادارې نن دوشنبه په خپل کلني راپور کې ویلي، د منځني ختیځ او جنوبي اسیا مخکنیو تجربو ثابته کړې، چې جنګي ساحې ښايي د جعلي مخدره موادو د تولید د عمده عامل په توګه عمل وکړي.

راپور وايي د افغانستان وضعیت به چې په ۲۰۲۱م کال کې د نړۍ په سطحه د تریاکو ۸۶ فیصده تولید کړي وو، د مخدره موادو د بازارونو پر تحولاتو اغېز وکړي.

طالبانو په وروستیو کې د مخدره موادو پر کښت او تولید بندیز اعلان کړ.

د نړۍ اوه اقتصادي قدرتونه بېوزله هېوادونو سره د مرستې لپاره ۶۰۰ ميليارده ډالر راټولوي

د نړۍ د اووه اقتصادي قدرتونو استازي

د نړۍ د لویو اوه اقتصادي قدرتونو ډله G7 په بې وزلو هېوادونو کې د نړیوالو بنسټيزو پروګرامونو لپاره شاوخوا 600 ملیارد ډالر راټولوي.

دوی یکشنبې د چین د یو کمربند یوې لارې د نوښت په وړاندې د سیالۍ لپاره د دې لویې اندازې بودیجې د راټولولو اعلان کړی دی.

جي اوه هېوادونو ډله چین تورنوي چې د اقتصادي پروګرامونو له لارې سیاسي اهداف لټوي او د کوربه هېوادونو په پرتله خپله ډېره ګټې کوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل چې د شپږو سوو میلیاردو ډالرو له ډلې چې تر ۲۰۲۷ کال به راټولیږي ۲۰۰ میلیارده ډالره امریکا او پاتې نور د جي اوه ډلې غړي ورکوي.

بایډن وویل د چین له خوا د پروژو پلي کول د خیرات او مرستې په معنا نه‌ده بلکې د امریکایانو او د نورو ټولو ملتونو په شمول یو څه باید بېرته ترلاسه کړي.

کییف او چیرکاسي کې روسيې توغندویي بریدونو ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کییف کې د روسي توغندویي بریدونو له امله د ویجاړیو انځور

د اوکراین په پلازمېنه کییف او مرکزي ښار چیرکاسي نن د روسیې د توغندویي بریدونو په نتیجه کې لږترلږه دوه تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي.

په ټپیانو کې یوه اوه کلنه نجلۍ هم د نړېدلې یوې ودانۍ له کنډوالو را ایستل شوې ده.

دا له څو اونیو وروسته پر دغو دواړو ښارونو لومړنۍ لویې حملې دي.

دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې اوکرایني ځواکونه له ختیځ سیورودونیڅک ښار څخه په شا شول او دا ښار روسي ځواکونو ونیوه.

د کییف ښاروال ویتالي کلییچکو وویل، چې څو توغندي نن سهار وختي د شیوچینسکییفکسي په سیمه کې پردوو ودانیو لګېدلي چې له امله یې چاودنې رامنځته شوي دي.

چارواکو ویلي، چې د دغو چاودنو له امله په یوه نهه پوړیزه ودانۍ کې اورلګېدلی او خلک د نړېدلې ودانۍ تر خاور خښتو لاندې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG