د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

ویسا:طالبانو سره د سولې خبرې په قوت روانې دي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې په تړاو یو شمېر لیکنې چاپ کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپلې نننۍ ګڼه کې په دې اړه لیکلي، د دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې په قوت سره روانې دي.

په مطلب کې د سولې د عالي شورا د یو غړي قاضي محمد امین وقاد په حواله راغلي، خبرې روانې دي او ښايي قوي شي.

په مطلب کې د ښاغلي وقاد له قوله دا هم ویل شوي چې د افغانستان دولت هڅه کوي څو د طالبانو له مشر سره خبرې وکړي او موږ دې هدف ته نږدې شوي یو.

د لیکونکي په باور د افغانستان دولت د سولې دروازې نه دي تړلې او لا هم د سولې له بهیر سره د طالبانو د یوځای کېدلو په اړه ناهیلي نه دی.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپانې بیا په خپلې نننۍ ګڼه کې لیکلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د افغانستان له سولې او امنیت سره د مرستې د موضوع په اړوند د پاکستان، روسیې او چین درې اړخیزه غونډه به د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په مسکو کې جوړه شي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د پاکستان، چین او امریکا په ګډون د افغانستان د سولې په اړه د څلور اړخیزې غونډې پنځمه پړاوه بې نتیجې پای ته ورسېدل.

په مطلب کې دغه شان یادې موضوع ته په اشارې له طالبانو سره د روسیې، چین او پاکستان د اړیکو خبره هم شوې ده.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان استازي محمود صیقل د ملګرو ملتو نو د سالون پر خټین دېوال سوله ولیکله.

په مطلب کې وړاندې راغلي، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د جاپان استازي په نیوبارک کې د ملګرو ملتونو دفتر ته یو خټګر بېولی و چې د ګل کارۍ مزایاوې تشریح کړي.

خټګر د خپل کار په جریان کې د دېوال یوه برخه کاګل کړه چې د ملګرو ملتو نو سرمنشي بانکي مون په چیناي ژبه خپل یادګار پرې ولیکه، نورو سفیرانو هم د خپل زړه خبرې او په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان استازي محمود صیقل د افغانستان په دوو رسمي ژبو پرې سوله ولیکله.

XS
SM
MD
LG