د افغانستان د مالیي وزارت وایي چې دوی به د ملي شورا له ژمنیو رخصتیو وړاندې د راتلونکي مالي کال د بودجې طرحه نهایې او بیا ځلي به یې د افغانستان ملي شورا ته واستوي.
د دغې بودجې طرحه د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د افغانستان ولسي جرګې له خوا د توازن د نشتوالي له امله رد شوې ده.
د افغانستان د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې د دغه هېواد د راتلونکي کال ټوله بودجه ۴۶۶ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۸۷ میلیارده یې عادي او ۱۷۸ میلیارده یې پرمختیایي بودجه ده.
د ازادي راډيو خبریالې ناجیې ساپۍ د افغانستان د مالیې وزارت له ویاند او د عامه اړېکو رئیس اجمل حميد عبدالرحیم زي سره مرکه کړې ده او په سر کې ترې پوښتلې چې د ۱۳۹۶ مالیې کال د بودجې طرحه به کله نهایې کېږي؟
Embed
شریکول
Embed
شریکول
The code has been copied to your clipboard.
The URL has been copied to your clipboard
No media source currently available
مستقیم لېنک