نړۍ
اوباما: انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې پر ضد اقدام کوو
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي متحده ایالتونه به د دې هېواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاس وهنې پر ضد اقدامات وکړي.
نوموړي دا خبرې په هغې مرکې کې کړي چې پرون ملي عامه راډیو خپره کړه.
د نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال خپرېږي چې سپینې ماڼۍ په زیاتېدونکې توګه څرګنده کړې چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په شخصي توګه د ډیموکراټانو د داخلي ایمیلونو د هک کولو او ورپسې د خپرولو امر ورکړی څو له جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ سره د هغه د سیالې ډیموکراټې هېلري کلېنټن په مقابل کې مرسته وکړي.
اوباما ملي عامه راډیو ته ویلي:
"فکر کوم په دې کې هېڅ شک نه شته کله چې یو بهرنی حکومت هڅه کوي زموږ د انتخاباتو امانتداري اغېزمنه کړي، موږ اړ یوو چې اقدام وکړو او موږ به یې وکړو."
تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مرستیال سلاکار بین راډز «MSNBC» ته ویلي وو:
"زه فکر نه کوم چې په دې ارتباط دې د روسیې په حکومت کارونه داسې ترسره شوي چې ویلادیمیر پوتین پرې نه وي خبر،کله چې تاسو په دې اندازه د مهم اینټرنیټي نفوذ په اړه خبرې کوئ نو موږ د حکومت په لوړه سطحه د ښکلتیا په اړه غږېږو."
د روسیې ولسمشر په دې مسئله کې هر ډول ښکلتیا رد کړې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ناټو مشران سه شنبې انقره کې غونډه کوي
د ناټو د غړو هېوادونو مشران به د انقرې په غونډه کې د میلیاردونو ډالرو په بیه د وسلو د پیرلو نوي تړونونه اعلان کړي.
د ناټو سرمنشي، مارک روته د غونډې په درشل کې د دوشنبې په ورځ وویل چې دا ګام د دې لپاره اخیستل کېږي څو د امریکا ولسمشر ته وښودل شي چې دوی د دفاعي لګښتونو د زیاتولو لپاره خپلې ژمنې عملي کوي.
ولسمشرټرمپ به د سې شنبې په ورځ د ترکیې په پلازمېنه کې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو د مشرانو غونډه کې ګډون وکړي.
ټرمپ تردې مخکې ، د ایران پر ضد د خپلې جګړې په اړه د اروپا پر غبرګون سختې نیوکې کړې دي.
د ناټو غړو هیوادونو یو کال مخکې ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به د خپل ناخالص کورني تولید (GDP) پنځه سلنه د دفاع او امنیت اړوندو لګښتونو ته ځانګړې کړي.
د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد د پخواني مشر ایات الله علي خامنه یي د جنازې په مراسمو کې راڅرګند شو
د ایران پخوانی ولسمشرمحمود احمدي نژاد چې پرایران د امریکا او اسراییل د هوایي بریدونو له پیل راهیسې په عام محضرکې نه وو لیدل شوی، د دوشنبې په ورځ په تهران کې د پخواني مشر ایات الله علي خامنه یي د جنازې په مراسمو کې راڅرګند شو.
د ایران دولتي رسنیو د هغه عکس خپورکړی چې د خپلو ساتونکو په منځ کې له ویرجنو خلکو سره په سړک کې روان دی.
نژدې دوه میاشتې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړچې نوموړی یو، یا یو د هغو کسانو له ډلې و چې امریکا او اسراییل پرایران د برید په نتیجه کې د رژیم له سقوط وروسته د ولسمشرۍ لپاره غوره کړي و. دې ورځپاڼې لیکلي وچې د تحقیقاتو په نتیجه کې یې موندلې چې د امریکا او اسراییل له خوا د رژیم د بدلولو د پلان د یوې برخې په توګه د هوایي بریدونو په لومړی ورځ د هغه د اوسیدو ځای هم په نښه شوی و ترڅو په کورکې له کلابندۍ یې ازادکړي. احمدي نژاد د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې د یهودانو او اسراییل ضد تندو ویناوو سره ډیرمشهوره شوی وو.
په تهران کې د علي خامنه یي د جنازې لپاره کلک امنیتي تدابیرنیول شوي دي
د ایران د پخواني مشر ایات الله علي خامنه یي د جنازې مراسم د دوشنبې سهار وختي په تهران کې پیل شوي چې د چارواکو په خبره ملیونونه کسان به پکې ګډون وکړي. د دغو مراسمو تنظیمونکو ویلي چې دغه مراسم به په تهران کې چې ورته کلک امنیتي تدابیرنیول شوي، له لسو تردولس ساعتونو پورې دوام وکړي. چارواکي هڅه کوي چې په دغو مراسمو کې د ګډوډۍ هغه ناوړه پیښه تکرارنشي چې په ۱۳۶۸ کال کې د مخکیني مشر روح الله خمیني د جنازې په مراسمو کې شوې او لس کسان پکې مړه او زرګونه کسان پکې ټپیان شوي وو.
په هغو مراسمو کې ویرجن کسان پرهغه موټر ورمات شول چې د خمیني جسد یې لېږداوه. د ګڼې ګوڼې له امله یې کفن وشکېد او جسد یې پر ځمکه ولوېد. وروسته چارواکي اړ شول چې د ښخولو ځای ته د خمیني د جنازې د لېږد لپاره له هلیکپټرې کارواخلي.
علي خامنه یې چې د فبرورۍ په ۲۸ پر ایران د امریکا او اسراییل د برید په لومړی ورځ ووژل شو، د جنازې مراسم یې له دوو ورځو راهیسې په تهران کې پیل شوي چې وروسته به د عراق په څو ښارونو کې هم ترسره شي. ټاکل شوې د نوموړي جنازه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د هغه په پلرني ټاټوبي مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.
پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې لس کسان وژل شوي او لسګونو نور ټپیان شوي دي
روسیې نن دوشنبې سهاروختي د اوکراین پر پلازمېنې کیف د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پراخ برید وکړچې په نتیجه کې یې لږ تر لږه لس کسان ووژل شول. دا برید څو ساعته وروسته له هغې وشو چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي خبرداری ورکړی وچې روسیه به ډیرژرپراوکراین پراخ برید ترسره کړي. اوکرایني چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې د هستوګنې ودانۍ په نښه شوي او نور ۴۶ کسان پکې ټپیان شوي دي.
د اوکراین هوایي ځواکونو وویل چې مسکو په دغو بریدونو کې له ۶۸ توغندیو او ۳۵۱ ډرونونو کاراخیستی دی.
د روسیې پوځ ویلي چې دغه بریدونه یې د روسیې پرملکي تاسیساتو د "تروریستي حملو" په ځواب کې ترسره کړي دي.
تردغو بریدونه یوه ورځ مخکې د یکشنبې په ورځ زیلینسکي خبرداری ورکړ چې د اوکراین استخباراتي معلومات ښیي چې روسیه د یوې نوې حملې لپاره چمتووالی نیسي.
اوپیک پلس هېوادونو د تیلو د تولید په زیاتولو موافقه وکړه
د سعودي عربستان او روسیې په ګډون د اوپیک + اوه غړو، د یکشنبې په ورځ په یوه آنلاین غونډه کې د روان کال د اګست لپاره د تیلو د تولید په زیاتولو موافقه وکړه.
د رویټرز د راپور له مخې، د اوپیک + غړو موافقه کړې چې د تیلو تولید په ورځ کې ۱۸۸،۰۰۰ بیرل زیات کړي، که څه هم د ځینو غړو اصلي تولید لاهم له ټاکل شوې کوټې څخه ښکته دی.
سعودي عربستان، روسیې، عراق، کویټ، قزاقستان، الجزایر او عمان هم د تیلو په نړیوال بازار کې د ثبات ساتلو لپاره په خپلو ژمنو ټینګار وکړ.
ټاکل شوې ده چې دغه هیوادونه د اګست په دوهمه نیټه بله غونډه وکړي.
د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د جګړې او د هرمز تنګي په بندېدو سره په سعودي عربستان، عراق او کویت کې د تیلو تولید په ورځ کې شاوخوا شپږ ملیون بیرل کم شوی.
د جون په وروستیو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ تر هوکړې وروسته، په سیمه کې د باري کښتیو تګ راتګ زیات شوی او د تیلو بیه هم هغې بیې ته نږدې شوې چې له جنګونو مخکې وه.
ولسمشر ټرمپ وایي نتنیاهو ترې غوښتي چې سپینه ماڼۍ کې ورسره خبرې وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو له هغه څخه غوښتي چې په سپینه ماڼۍ کې سره وویني، او دا غونډه ممکن د ناټو له سرمشریزې څخه د هغه له راستنیدو وروسته، حتی راتلونکې اونۍ هم ترسره شي.
د بنیامین نتنیاهو دفتر د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې هغه د امریکا له ولسمشر سره په تلیفون خبرې کړي او دواړو خواوو موافقه کړې چې ژر تر ژره په امریکا کې سره وویني.
د اسراییلي چارواکو په وینا، تمه کیږي چې په دې غونډه کې به په منځني ختیځ کې د وروستیو پرمختګونو، د غزې جګړې، دوه اړخیزو اړیکو، په سیمه کې د امنیتي وضعیت او همدارنګه د ایران د مسلې په اړه بحث وشي.
د سفر او غونډې دقیقه نیټه لا په رسمي ډول نه ده اعلان شوې.
دا به په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو وروسته د ټرمپ او نتنیاهو لومړۍ ممکنه غونډه وي.
د فوټبال په نړیوال جام کې د برازیل او ناروې لوبه
د فوټبال په نړیوال جام کې برازیل او ناروې لوبه لري.
د دوی لوبه د افغانستان په وخت نن شپه دولس نیمې بجې د نیوجرسي په میټ لایف سټډيوم کې پيلیږي.
په بله لوبه کې به مکسیکو او انګلستان سره مخ شي.
دوشنبه هم د فوټبال په نړیوال جام کې یوه مهمه لوبه کېږي.
دوه ګاونډي او سیال ټیمونه هسپانیه او پرتګال سره مخ دي.
د دوی لوبه د تکساس په ډالاس سټډيوم کې د شپې په یوولس نیمو بجو پیلیږي.
پرتګال او هسپانیه وروستی وار د ۲۰۲۵ کال د ملتونو جام په پایلوبه کې مخ وو چې په پنالټي شوټونو کې پرتګال وګټله.
ټرمپ: کولی شم د خامنه اي په جنازه کې لوړپوړي ایراني چارواکي ووژنم خو دا کار نه کوم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،"کولی شم د خامنه اي په جنازه کې لوړپوړي ایراني چارواکي ووژنم خو دا کار نه کوم".
هغه پرون د اکسیوس په نوم یوې امریکايي ویب پاڼې سره مرکه کې وویل،" ټول ایراني لوړپوړي چارواکي هلته دي، کولی شم ټول يې په یو ډز سره له منځه یوسم، خو دا کار نه کوم، ځکه بیا به څوک نه وي چې مذاکرات ورسره وکړو".
هغه وړاندې ویلي،"ایراني چارواکي له امریکا سره یوې موافقې ته د رسیدو لپاره راته زارۍ کوي".
د هغه په ټکو، د خامنه اي د جنازې د مراسمو پر مهال به دواړه خواوې پر یو بل ډز هم نه کوي.
ټرمپ د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځې په مراسمو کې ویلي و،"ایران ته مو یوه اوونۍ وخت ورکړی چې د خامنه اي د جنازې مراسم ترسره کړي".
له پرون شنبې راهیسې په تهران کې د ایران د پخواني مشر ایت الله علي خامنه اي د جنازې مراسم پیل شوي چې پنجشنبې ورځې به دوام وکړي.
د پاکستان صدراعظم د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې د لاسلیک په هڅو کې د ترکیې رول مهم وباله
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي، ترکیې د ایران او امریکا ترمنځ د اسلام آباد د تفاهم لیک د لاسلیک کیدو لپاره هڅو کې مهم رول لوبولی دی.
نوموړي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ له ترکیې څخه د کتنې په ترڅ کې د ترکیې له ولسمشررجب طیب اردوغان سره استانبول کې په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري یوازې په خبرو پورې نه رالنډیږي بلکې مشخصو اقدماتو هغه غښتلې کړې ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا وویل چې ترکیه او پاکستان یو ځل بیا خپله ژمنتیا تازه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارډه ډالرو ته ورسوي.
اردوغان زیاته کړه چې ترکیه خپل پانګه وال هڅوي چې په پاکستان کې لا ډېرې پانګونې وکړي او په اقتصادي فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د دفاعي صنعت، انرژۍ، ټرانسپورټ، مهمو طبعي زېرمو اود معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې به د نویو ګډو پروژو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا پراخه شي.
علي عظمایي د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د سمندري ځواک د نوي قومندان په توګه نومول شوی
د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې په هغې اعلامیه کې سپاه پاسدران د پخواني مشرایات الله علي خامنه یې د جنازې په مناسبت خپره کړې، علي عظمايي د سمندري ځواک د نوي قوماندان په توګه معرفي شوی دی.
د سپاه پاسداران د سمندري ځواک پخوانی قوماندان علي رضا تنګسیري وو، چې اسراییل یې د مارچ په ۲۶مه په یوه هوايي برید کې د وژل کیدو خبر ورکړ. د ایران وسله والو ځواکونو هم څو ورځې وروسته د هغه مړینه تایید کړه.
د اسراییل د دفاع وزیراسراییل کاتز تنګسیري په هرمز تنګي کې د ماین اېښودنې او د دغې مهمې سمندري لارې د تړلو د هڅو اصلي مسؤل بللی و.
تردې مخکې سپاه پاسداران د عظمایي چې د تنګسیري د مرستیال قومندان په توګه یې دنده مخ ته وړله، د قوماندانۍ د ټاکل کېدو رسمي اعلان نه و کړی.
د ایران په وړاندې د امریکا او اسراییل د ۴۰ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې د تنګسیري او د دې هیواد د مشرعلي خامنه یي په ګډون د ایران ګڼ شمېر لوړپوړي سیاسي او پوځي قوماندانان ووژل شول. د خامنه یي جنازه به چې رسمي مراسم یې له تهرانه پیل شوي او وروسته به په قم ښارکې ترسره شي، د جولای په نهمه په مشهد کې خاورو ته و سپارل شي.