د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

سوټ چېنا مارنینګ پوسټ: طالبان ښایي محدود اوربند وکړي


سوټ چېنا مارنینګ پوسټ:

سوټ چېنا مارنینګ پوسټ South China Morning Postورځپاڼه، طالبان ښایي اوربند وکړي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې مخه ونیسي، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي:

طالبان ښایي د افغانستان له دولت سره محدود اوربند وکړي څو د جګړې ښکېل اړخونه وکولای شي چې د هغو لویو ګواښونو د مخنیوي لپاره پر عملیاتو تمرکز وکړي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش متوجه کړي دي.

دا خبره د طالبانو یو شمېر هغو قومندانانو چې د طالبانو د مشرتابه په داخلي بحثونو کې ګډون کړی و، کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه د اوربند دغه وړاندیز چې تر اوسه نهایي تائید شوی نه‎دی، د طالبانو له لوري چې په افغانستان کې د داعش په وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې ځان ویني، وروستی سیاسي نوښت دی.

هغې ډلې چې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې یې د خراسان په نوم خلافت اعلان کړی، د فعالیت لمنه یې نورو لکه زابل او غزني ولایتونو ته هم غځولې او په کابل کې یې بیا څانګو په دې وروستیو کې خونړۍ حملې ترسره کړي دي.

وار ان د روکس:

وار ان د روکس War on the rocks خپرونې، افغانستان به د ټرمپ د ادارې د بهرنۍ پالیسۍ لومړنی بحران وي، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکلي:

ډیرې جګړې او جیوپولیټیک اختلافات په منظم ډول د خبرونو سرټکي جوړوي او ښایي د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ انتقالي ټیم هم د بهرنۍ پالیسۍ په ډېرو دغو موضوعاتو تمرکز کړی وي، خو تر ټولو مهمه موضوع چې ښایي د ټرمپ د ادارې د بهرنۍ پالیسۍ ریښتینی لومړنی بحران وي، هغه د افغانستان جګړه ده.

د خپرونې په وینا دا هغه جګړه ده چې د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د ټول انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې په بحثونو کې هېڅ‎کله هم راپورته نه‎شوه.

وار ان د روکس War on the rocks خپرونه لیکي:

افغانستان، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده چې تر اوسه د متحده ایالاتو او د دې هېواد د ناټو د نورو متحدینو شاوخوا ۱۳ زره سرتېري په دې هېواد کې حضور لري.

افغانستان هغه ځای دی چې د خپرونې په وینا متحدو ایالتونو تېر کال یوازې پر امنیتي مرستندویه ماموریت شاوخوا ۳۶۰۰ میلیون ډالره لګولي او ولسمشر بارک اوباما یې هم دې ته اړ کړی و چې خپلو ځواکونو ته واک ورکړي چې په اغېزمن ډول سټراټیژیکو اهدافو ته د رسېدو لپاره لا زیات بمونه وغورځوي.

XS
SM
MD
LG