د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۸

خبرونه

بشري حقونو کمېسیون میدان ودرګ کې د یوه محصل اعدام وغانده

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په میدان ورګ ولایت کې د وسله والو طالبانو له لوري د یو محصلاعدامول وغندل.

د دغه کمېسیون یوه غړي احمد ضیا لنګري نن ازادي راډیو ته وویل هیڅ څوک حق نه لري چې د محکمی له حکم پرته څوک مجازات کړي.

د میدان وردګو سیمه ایزچارواکي وايي وسله والو طالبانو د جمعې په ورځ د فیض الرحمان په نوم یو ځوان چی د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د څلورم کال محصل وو په چک ولسوالۍ کې په دار وزړاوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایې چې د دې اعدام د انګیزې په اړه د دوي څیړني پیل شویدي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اوکراین دفاع وزیر وایي، متحدینو یې سږکال د وسلو د تولید پراخ مالي ملاتړ کړی او غواړي چې دا بهیر راتلونکی کال هم دوام ومومی

د اوکراین دفاع وزیر، دېنیس شمېهال وایي متحدینو سږ کال د اوکراین د وسلو له تولید سره نږدې ۵ میلیارډ ډالره مرسته کړې.

هغه زیاته کړه چې شریکانو همدارنګه په امریکا کې د اوکراین لپاره په همدومره لګښت وسلې پېرلي دي. د اوکراین دفاع وزیر دغه څرګندونې پرون سې شنبې د اوکراین د دفاعي اړیکو د تماس ډلې سره له انلاین غونډې وروسته وکړې.

هغه په ټیلیګرام کې ولیکل: "دا دواړه شمېرې ریکارډ دي، او موږ غواړو دا بهیر تر ۲۰۲۶ کال پورې هم وساتو."

د اوکراین د دفاع وزیر وویل چې جرمني پلان لري راتلونکی کال یولس نیم میلیارده یورو پوځي مرسته برابره کړي، په داسې حال کې چې برېتانیا سږ کال د اوکراین د هوايي مدافعې لپاره له بېلابېلو سرچینو ۶۰۰ میلیونه پونډه راټول کړي دي.

د اوکراین دفاع وزیردغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې هیواد کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن هڅې تیزې شوې دي. د دواړو هیوادونو مرکچې پلاوو روانه اونۍ په برلین کې د خبرو څو پړاوونه ترسره کړل او ولسمشرټرمپ وویل چې داسې ښکاري چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د اروپا د تر ټولو لویې او خونړۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره یو تړون تر بل هر وخت نږدې شوی دی.

سپینې ماڼۍ د یوشمیر نورو هیوادونو پراتباعو هم امریکاته په ننوتو بندیزولګاوه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه ‌شنبې په ورځ په هغه فهرست کې د سوریې او فلسطیني ادارې په ګډون نورهیوادونه هم شامل کړل چې پر وګړو یې امریکاته په ننوتو بندیز لګول شوی.

د سپینې ماڼۍ له‌ خوا د خپرې شوې پرېکړې له مخې، دغه بندیز د بورکینا فاسو، لاوس، مالي، نیجر، سیرییلیون او د جنوبي سوډان پر اتباعو هم تطبیقېږي.

د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې د جنورۍ میاشتې راهیسې چې ټرمپ بیا د ولسمشرپه توګه دنده پیل کړې، د کډوالۍ او ویزو په برخه کې یې سخته تګلاره خپله کړې او موجوده قوانین یې لاسخت کړي دي.

د روان کال په پیل کې، واشنګټن د څو هېوادونو پراتباعو امریکا ته د داخلېدو بشپړ بندیزونه ولګول، چې ډېری یې لا هم پر ځای دي.

په اغیزمنو شویو هیوادونو کې افغانستان، میانمار، چاډ، د کانګو جمهوریت، استوایي ګینه، اریتریا، هایتي، ایران، لېبیا، سومالیا، سودان او یمن شامل دي. له هغې وروسته د واشنګټن له خوا پر یوشمیر نورو هېوادونو هم محدودیتونه لګول شوي دي.


ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نن له نیپال سره لوبه وکړي

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نن چهارشنبې له نیپال سره لوبه وکړي.

دا لوبه د افغانستان په وخت د سهارپه نهه نیمو بجو د دوبی د کرکټ په لوبغالي کې پیلیږي. د آسیايي جام په لوبو کې چې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي، افغانستان په بې ګروپ کې له بنګلدېش، نیپال او سریلانکا سره یوځای دی. په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او مالیزیا شامل دي. په دې سیالیو کې دا د افغانستان د لوبډلې دریمه لوبه ده. له دې مخکې یې بنګله دیش او سریلانکا سره لوبې ترسره کړې وې چې دواړه یې بایللي دي.

یونیسف: اټکل کیږي چې په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ۳،۷ ملیونه ماشومان به له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي

د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندق، یونیسف وایي، په افغانستان کې د خوراکي امنیت په اړه د یوې نوې څیړنې نتیجه ښيي چې اټکل کیږي چې له پنځو کلونو کم عمره ۳،۷ ملیونه ماشومان به له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي. د افغانستان لپاره د دې صندوق استازي تاج الدین اویوال پرون سې شنبې په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې یونیسف په پام کې لري چې د ۱،۳ ملیونه هغو ماشومانو د ژوند ژغورنې درملنه وکړي چې له سختې خوارځواکۍ او د لوړخطرلرونکې منځنۍ خوارځواکۍ سره مخامخ دي خو په خبره یې تمویل یې له جدي ستونزې سره مخ دی.

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د یونیسف د بشرپالنې پروګرام د اوه ملیونه ماشومانو په ګډون د ۱۲ ملیونه کسانو د بشري او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۹۵۰ ملیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده. یونیسف ویلي په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې ۲۲ ملیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

امنیستي انټرنشنل: هیوادونه باید افغانستان ته د خلکو جبري ستنول ودروي

د بښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټرنشنل پرهېوادونو غږ وکړ چې افغانستان ته د خلکو جبري ستنول ودروي، او ویې ویل چې پاکستان، ایران او همدارنګه ځینې اروپايي هېوادونه خلک په "غیرقانوني ډول" ډیپورټ کوي.

امنیستي انټرنشنل پرون سې شنبې د ډسمبرپه ۱۶ په خپله ویبپاڼه کې په یوه راپورکې ویلي چې د ملګروملتونو شمیرې ښيي چې یوازې ایران او پاکستان په روان کال کې له ۲،۶ ملیونه زیات افغانان په غیرقانوني توګه بیرته خپل هیواد ته ستانه کړي دي. د دې سازمان په وینا د دغو ستنو شویو ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي. پردې سربیره ترکیې او تاجکستان هم په زرګونو افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.

امنیستي انټرنشنل په افغانستان کې " مخ په زیاتیدونکي سخت بشري وضعیت" ته په اشاره وویل چې د "ستنېدونکو د زیانمنیدو جدي خطر زیات دی."

د دې سازمان په خبره هېوادونه باید له نړیوالو قوانینو سره سم عمل وکړي، هغه قوانین چې "د هر هغه کس جبري ستنول چې هلته د بشري حقونو د جدي سرغړونو له واقعي خطر سره مخ وي، منع کوي."

امنیستي انټرنشنل همدارنګه ویلي چې یوشمیراروپایي هیوادونو هم د افغانانو د جبري ستنولو هڅې تیزې کړې او د راپورونو له مخې جرمني، اتریش او اروپایي ټولنې له واکمنو طالبانو سره د جبري ستنولو د اسانتیا لپاره خبرو ته مخه کړې ده.

امنیستي انټرنشنل وایي، سره له دې چې د طالبانو د بشري حقونو ځپنه مستند شوې ده، خو د ایران، پاکستان، ترکیې، تاجکستان، جرمني او اتریش په ګډون یوشمیرهېوادونه هڅه کوي افغانان بیرته هغه هیواد ته ستانه کړي چېرې چې له بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځواو نجونو له حقونو څخه پراخې او سیستماتیکې سرغړونې ترسره کیږي.

د سیدڼي د بریدګر بې وسلې کوونکي ته یو نیم میلیون ډالر ټول شوي

په استرالیا کې احمد الاحمد ته، چې د سیدڼي د برید یو عامل یې بې وسلې کړی و، نژدې یو نیم میلیون ډالره ټول شوي دي.

د سیدني د بونډای ساحل د ترهګریز برید پر مهال احمد الاحمد یو له دوو بریدګرو بې وسلې کړ او د دې زړه ور اقدام له کبله د یوه ټولنیز انفلونسر او د موټرو د مینه‌والو د یوه کلب په نوښت د هغه لپاره د پیسو ټولولو کمپاین پیل شوی دی.

د برید پر مهال د احمد الاحمد د اتلولي ویدیو تر دې دمه په ټولنیزو شبکو کې تر ۲۲ میلیون ځلې ډېره لیدل شوې ده. هغه چې اوس د «بونډای اتل» بلل کېږي، د موټرو له منځه تېر شو، یو بریدګر ته ورنژدې شو، وسله یې ترې واخیسته، د ټوپک خوله یې ورته ونیوله. د ده دا زړور اقدام په ټوله نړۍ کې پراخ غبرګونونه وپارول. د استرالیا صدراعظم انتوني البانېزي په روغتون کې د هغه عیادت نه ورغی او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په علني ډول د هغه د زړورتیا ستاینه وکړه.

احمد ال‌احمد ۴۳ کلن دی، او په سیدني کې د سګرېټو او خوراکي توکو یو کوچنی دوکان لري. هغه د بریدګر له شړلو څو شېبې وروسته څلور مرمۍ ولګېد او د لاس او اوږې په برخو کې ټپي شو. نوموړی لا هم په روغتون کې بستر دی او تر اوسه یې یو جراحي عمل هم تېر کړی دی.

د ایران په سیستان او بلوچستان کې د پولیسو پر پوستې په برید کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي

د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» د سپاه پاسداران د ځمکنيو ځواکونو د قدس قرارګاه د عامه اړيکو له قوله راپور ورکړی چې تېره شپه د وسله‌والو کسانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د نښتې پر مهال، د زاهدان–فهرج پر لاره فهرج ولسوالۍ د تلاشۍ په پوسته کې درې پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.

د راپور له مخې، د دې پېښې په اړه امنيتي اورګانونو پلټنې پیل کړي دي.

تر دې وړاندې، د «حال‌وش» په نوم سيمه‌ييزې رسنۍ، چې د سيستان او بلوچستان ولايت خبرونه پوښي، راپور ورکړی و چې په دې نښته کې د استخباراتو وزارت دوه کارکوونکي او دوه پولیس وژل شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په راروان ژمي کې د ۱۷ میلیونو افغانانو د لوږې په اړه خبرداری ورکړ

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې دا ژمی به په افغانستان کې تر ۱۷ میلیونو زیات کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخامخ شي.

دې ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې، د خوړو د امنیت د تازه راپور پر بنسټ ویلي چې له شدیدې لوږې سره د مخامخ کسانو شمېر د تېر کال پرتله درې میلیونه زیات شوی دی. تېر کال دا شمېر ۱۴ میلیونه او ۸۰۰ زره کسانو ته رسېده.

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز خبرداری ورکړی چې د ماشومانو خوارځواکي مخ پر زیاتېدو ده او اټکل کېږي چې راتلونکی کال نژدې څلور میلیونه ماشومان تر اغېز لاندې راولي.

په بیان کې د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام د مشر، جان آیلیف، له قوله ویل شوي چې «کورنۍ اړ کېږي د څو ورځو د خوړو وختونه کم کړي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره سخت او دردناک تصمیمونه ونیسي.» هغه زیاته کړې چې د ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې او ښايي په راتلونکو میاشتو کې لا پسې زیاته شي.

د هغه په وینا، راتلونکی ژمی به د افغانستان لپاره ډېر سخت وي، ځکه دا هېواد په یو وخت له څو بحرانونو سره مخامخ دی؛ چې پکې د بشري مرستو سخت کمښت، وچکالي، بې‌کاري، زلزلې، او له پاکستان او ایران څخه د میلیونو افغانانو جبري بېرته ستنېدل شامل دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په ژمي کې د افغانستان د شپږو میلیونو تر ټولو زیانمنو وګړو د بیړنۍ مرستې لپاره ۴۶۸ میلیون ډالرو عاجلې مرستې ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو له ازادي رادیو سره په خبرو کې ویلي وو چې د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې د ژمي لپاره هېڅ ډول چمتووالی نه دی نیولی.

ایران وايي، لا هم په دغه هیواد کې شاوخوا ۵ میلیونه افغان کډوال اوسي

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدی، وایي چې دا مهال شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال په ایران کې اوسي.

هغه پرون ایسنا خبري اژانس ته وویل چې د «غیرقانوني اتباعو د ستنولو د طرحې» له پلي کېدو راهیسې تر اوسه ۱.۶ میلیونه بې‌اسناده افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.

یاراحمدی همداراز وویل: «هغه اتباع چې له هېواده ایستل شوي، د افغان اتباعو له عمومي شمېر څخه کمېږي. که ۱ میلیون او ۶۰۰ زره ایستل شوي کسان د شپږ میلیونه او ۱۰۰ زره افغان اتباعو له شمېر څخه منفي کړو، نو شاوخوا څلور میلیونه او ۵۰۰ زره افغان اتباع په هېواد کې پاتې کېږي. البته دا شمېر ثابت نه دی، ځکه چې له ټولو پولو غیرقانوني تګ راتګ شته او شاوخوا ۴۰۰ تر ۵۰۰ زره پورې افغان اتباع د تګ راتګ په حال کې دي.»

هغه ټینګار کړی چې په دې وروستیو کې ایران ته د بې‌اسناده افغان کډوالو بېرته ورتګ زیات شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ایران هره ورځ شاوخوا څلور زره افغان کډوال له خپلې خاورې باسي.

ایران له اسراییل سره له دولس ورځنۍ جګړې وروسته، د افغان کډوالو د ایستلو بهیر لا پسې چټک کړی دی.

اروپايي مشرانو د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو غوښتنه وکړه

اروپايي مشرانو د برلین د سولې له خبرو وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د اوکراین د خاورې د هر ډول احتمالي سپارلو په اړه پرېکړه یوازې د اوکراین د خلکو حق دی، او هغه هم یوازې تر هغه وروسته چې پیاوړي امنیتي تضمینونه ورکړل شي.

د اعلامیې له مخې، په هغو امنیتي تضمینونو کې، چې دوشنبې په ورځ (۲۴ قوس) پرې سلا وشوه، د اروپا په مشرۍ د یوه ځواک جوړول شامل دي، چې د داوطلبو هېوادونو په ګډون به رامنځته شي او «د اوکراین د فضا د امنیت او د سمندري لارو په خوندي کولو کې به رول ولري.

دا اعلامیه د اروپايي کمېسیون د مشرې، اورسولا فون‌دیرلاین، په ګډون د لسو اروپايي مشرانو له خوا خپره شوې ده.

په اعلامیه کې د هغو مواردو په تشریح کې چې دوی یې «لازمي امنیتي تضمینونه» بولي، ویل شوي چې اوکراین باید وکولای شي شاوخوا ۸۰۰ زره سرتېري وساتلی شي، څو د هر ډول احتمالي شخړې پر وړاندې د دفاع توان ولري.

همداراز ټینګار شوی چې اروپا باید د اوکراین لپاره یوه څو مليتي قوه همغږې کړي، چې د داوطلبو هېوادونو د ځواکونو په ګډون جوړه شي او د متحدو ایالتونو له ملاتړ څخه برخمنه وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG