د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

ټايمز اف انډيا: افغانستان نور په وچې پورې تړلى هېواد نه دى


ټايمز اف انډيا:

هندۍ ورځپاڼې ټايمز اف انډيا په خپله تازه ګڼه کې په اقتصادي لحاظ له نورو هېوادونو سره د افغانستان د وصل کېدو په باب ليکنه خپره کړې او د نوي ډيلي لپاره يې د افغانستان د سفير خبرو ته اشاره کړې چې ويلي يې دي: افغانستان نور په وچې پورې تړلى هېواد نه دى.

شيدا محمد ابدالي ويلي، افغانستان په وروستيو مياشتو کې په څو مهمو وصلوونکو پروژو کې شامل شوى، لکه د چاه بهار بندر پروژه چې هند د ايران د اوبو په مرسته له افغانستان سره تړل کېږي.

دغه هندۍ ورځپاڼه زياتوي، د نوي ډيلي لپاره د افغانستان سفير شيدا محمد ابدالي پاکستان ته په اشاره چې د افغانستان د ټرانزيټ برخه کې يوازینۍ لار وه ويلي:

تر دې وروسته هېڅ هېواد نه‎شي ويلاى چې افغانستان د پاکستان پر ټرانزيتي لارو متکي دى.

د افغانستان سفير د اسيا زړه کنفرانس ډېر مهم بللى چې راتلونکې اوونۍ د هند په امرتسر کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هندوستان د صدراعظم نريندرا مودي له خوا پرانېستل کېږي.

ټايمز اف انډيا د افغانستان د سفير په حواله ليکلي چې ويلي يې دي، د امرتسر جغرافيايي موقعيت، دغه ښار د منطقوي وصلېدو د هڅو په مرکز بدل کړى دى.

دغه هندۍ ورځپاڼه ليکي:

په امرتسر کې کېدونکې غونډه د کابل او نوي ډيلي ترمنځ د سټراټيژيکو او اقتصادي همکاريو د پراختيا لپاره يو فرصت ايجادوي.

ټايمز اف انډيا د مطلب په وروستيو کې ليکلي:

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې دا يې روان کال هند ته دويم سفر دى، د افغانستان د غوښتنو له يوه لېست سره هند ته ځي، په هغو کې د وسله‎والو طالبانو په وړاندې د مبارزې لپاره داضافي پوځي ملاتړ غوښتنه هم شامله ده.

انټرنشل بزنس ټايمز:

انلاين خپرونې انټرنشنل بزنس ټايمز تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې ده: د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ريل‎ګاډي د پټلۍ په مرسته، د افغانستان د طبيعي ګازو تجارت او توليد پراختيا مومي.

د ليکنې په پيل کې راغلي، د ريل‎ګاډي دغه پټلۍ چې څه باندې ٨٩ کيلومتر يا ٥٥ مايله يې بشپړ شوي او پرانېستل شوه، په حقيقت کې د پټلۍ د يوې سترې پروژې برخه ده چې په ټوله کې به څه باندې ٤٠٢ کيلومتره يا ٢٥٠ مايله وي.

خپرونه اټکل کوي چې افغانستان کې د ناامنۍ له کبله څوک نه‎شي ويلاى چې دغه پروژه به کله بشپړېږي.

د انټرنېشنل بزنس ټايمز خپرونې په حواله، ترکمنستان چې روسيې ورڅخه د ٢٠١٦ میلادي کال په لومړيو کې د ګازو رانيول ودرول، اوس خپل طبيعي ګاز تر ډېره چين ته صادروي، خو طبيعي زېرمو دغه غني هېواد کولاى شي د رېل‎ګاډي د نوې پټلۍ په مرسته منځنۍ اسيا له نورو هېوادونو سره وتړي.

خپرونه زياتوي، که څه هم په افغانستان کې جګړه روانه ده، خو وسله‎وال طالبان اوس ځکه کمزوري شوي چې مالي سرچينې يې کمې شوي او د تېرکال په جريان کې له دوى څخه د عرب هېوادونو ملاتړ کم شوى دى.

انټرنشل بزنس ټايمز د طالبانو د يوه سياسي مقام ملا رحمت الله کاکازاده خبرو ته اشاره کړې چې ويلي يې دي:

د مالي سرچينو کمېدو له کبله دوى له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

کاکازاده ويلي، د افغانستان په جګړه کې د زياتو ماشومانو او ملکيانو د وژل کېدو له کبله مرستندويو کسانو له طالبانو سره خپلې مالي مرستې کمې کړې يا هم بېخي بندې دي.

XS
SM
MD
LG