د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

ویسا: د اقینې ریل کرښه مبارک! خو د ولس اصلي ستونزه مه هېروئ!


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو کې د ترکمنستان – اقینې د اوسپنې پټلۍ د پرانېستې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، د اوسپنې پټلۍله لارې د افغانستان او ترکمنستان نښلېدل د لاجوردو پروژې مهمه برخه ده.

په مطلب کې راغلي د لاجوردو تاریخي لار د ورېښمو د لرغونې لارې هغه پخوانی مسیر و چې افغانستان یې د منځنۍ اسیا له لارې له اروپا سره نښلولې و.

په مطلب کې راغلي که څه هم د دې پروژې مهم شریکان افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان او جورجیا یا ګرجستان دي، خو ترکیه هم لېوالتیا لري چې په دې پروژو کې ورګډه شي.

د مطلب لیکوال لیکلي دغه لاره به له یوې خوا د ورېښمو د لرغونې لارې پخوانی ټرانزیټي مسیر یو ځل بیا را ژوندی کړي او له بله پلوه به افغانستان د اروپا، منځني ختیځ او سویلي اسیا تر منځ د ارتباط د یوې مهمې کړۍ حیثیت پیدا کړي چې د ټرانزیټ له درکه به هرکال په میلیونونه ډالر عواید د افغانستان په برخه شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي د ترکمنستان- اقینې د اوسپنې پټلۍ په پرانېستلو سره، د افغانستان سوداګري به نه یوازې له سیمې او نړۍ سره پراختیا ومومي، بلکې د سیمې هېوادونه لکه ایران، چین او هندوستان به هم د سیمې په تېره بیا د منځنۍ اسیا او اروپا له هېوادونو سره وصل شي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، دښمن د افغانستان جغرافیه نه‎شي بدلولای، بلکې افغانستان خپله جغرافیه بدلولای شي، د لیکوال په باور افغانستان له پېړیو وروسته هغه کړۍ او پولې ورانې کړې چې دغه هېواد یې په وچه کې یې راایسار ساتلی و.

د سرمقالې لیکوال په دې باور دی چې تر دې وروسته به افغانستان له وارداتي هېواد څخه په یو صادراتي هېواد بدل شي او په نړیوال مارکیټ کې به د افغانستان کرنیز محصولات او صنعتي توکي ښه بازار پیدا کړي.

ویسا:

خو ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې سر مقاله په همدې تړاو داسې پیل کړي.

د اقینې ریل کرښه مبارک! خو د ولس اصلي ستونزه مه هېروئ!

په سر مقاله کې راغلي، د اقینې د ریل کرښې پرانېستل افغان ولس ته لوی خبر دی، دا چې زموږ د ملي شورا غړي پرې لاسونه پړ کوي چې د پاکستان له احتیاجه به خلاص شو، تر یو حده سمه ده، خو تر څو په خپلو وسایلو بسیا نه‎شو، تر څو زموږ صادرات او خپل تولیدات تر وارداتو او بهرنیو توکو زیات نه‎شي، محتاج به وو، یا پاکستان ته، یا ایران ته او یا د منځنۍ اسیا هېوادونه ته.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د اقینې د ریل کرښې پرانېستل لوی خبر دی، خو زموږ د ولس ستونزې او ناخوالې دومره زیاتې دي چې د اقینې رېل کرښه په هېڅ صورت هم ورته داسې زېرۍ نه دی لکه چارواکي یې چې پر مخ ورموښي.

د سرمقاله لیکوال وړاندې لیکلي، زموږ د ولس لپاره لومړیتوب دا دی چې له بدمرغې جګړې څخه وژغول شي.

XS
SM
MD
LG