خبرونه
د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه غونډه کوي
په پام کې ده د ناټو د قاطع ملاتړ مأموريت د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د ليندۍ يا قوس مياشتې پر ١٧مه په بروکسل کې سره جرګه شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې دغه وزيران به د وارسا تر غونډې وروسته په افغانستان کې پر شوي پرمختګ خبرې وکړي.
دوى به دغهراز د قاطع ملاتړ مأموريت لومړيتوبونو ته په پام سره پر نورو ګامونو او پلانونو بحث وکړي.
د ناټو ملکي استازي اسماعيل اراماز نن د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاحالدين رباني ته چې د ولسي جرګې لهخوا سلب صلاحیت شوی د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په راتلونکې غونډه کې د ګډون لپاره د ناټو د سرمنشي رسمي بلنليک وسپاره.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان واورین سړي د معلولو کسانو د ملاتړ په موخه د ورزشي حرکتونو لړۍ پیل کړې
عبدالقاسم فردوسي چې د "افغانستان د واورین سړي" په نوم مشهور دی د غور ولایت په مرکز کې د معلولیت لرونکو د ملاتړ په موخه د ورزشي حرکتونو لړۍ پیل کړې ده.
فردوسي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، " د دغو ورزشي حرکتونو موخه يې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د مالي ملاتړ او کاري فرصتونو برابرولو ته د خلکو پام وراړول دي".
فردوسي چې بوکسر دی، نژدې لس کاله کیږي چې په عامه ځایونو کې ورزشي حرکتونه ترسره کوي.
هغه میاشت وړاندې د کابل ـ غور لویې لارې د جوړیدو په موخه په عامه ځایونو کې ورزشي حرکتونه ترسره کړي وو.
په کراچۍ کې د وژل شوې افغانې ښځې خاوند نیول شوی
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو جنرال قنسوال عبدالجبار تخاري وايي، هغه سړی نیول شوی چې وړمه ورځ یې د دې ښار په سهراب ګوټ کې د ښځې او ماشومانو مړي موندل شوي وو.
د تخاري په خبره، پولیسو د فاطمې خاوند چې نجیب الله نومیږي او په خټه پاکستانی دی، نیولی دی.
د کراچۍ پولیسو پاکستاني رسنيو ته وړمه ورځ ويلي و چې "د ۳۰کلنې فاطمې او د هغې د درېيو ماشومانو مړي د کراچۍ ښار د سهراب ګوټ سيمې په يوه کور کې موندل شوي دي".
پوليسو ویلي چې د ټولو قربانيانو په غاړه کې د رسيو يا زندۍ کېدو نښې ليدل شوي دي.
پولیسو وړاندې ویلي و، په ماشومانو کې يوه اووه کلنه نجلۍ او دوه هلکان دي چې عمرونه یې دوه او څلور کاله ښودل شوي دي.
تراوسه معلومه نه ده چې دا ښځه او ماشومان يې چا وژلي دي، خو د طالبانو جنرال قنسول وايي، عاملانو ته به يې سزا ورکړي.
بدخشان کې ترافیکې پېښې د ۷ کسانو ژوند اخیستی دی
د بدخشان په مایمي ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د دې ولایت د امینې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار رسنیو ته نن سه شنبې ویلي، "پېښه د مایمي ولسوالۍ په ورفک سیمه کې د فولډر موټر د چپه کیدو له کبله رامنځته شوې ده".
د کامګار په خبره، ټپیان نژدې روغتون ته انتقال شوي دي.
په افغانستان د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي اصولو نه رعایت د ډیرو ترافیکي پېښو اصلي لامل ګڼل کیږي.
د ترکیې پولیسو نژدې څلور سوه کسان داعش ډلې د اړیکو په تور نیولي دي
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي، د داعش ترهګرې ډلې پر ضد عملیاتو کې يې نن سې شنبې ۳۵۷ شکمن کسان نیولي دي.
دا شکمن کسان په داسې حال کې نیول شوي چې پرون دوشنبې د ترکیې په شمال لویدیځ کې په یوه وسله واله نښته کې درې پولیس وژل شوي او شپږ وسله وال کسان ټپیان شوي وو.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وايي چې دا عملیات د ترکیې په ۲۱ولایتونو کې شوي دي.
له دې وړاندې د استانبول لوی څارنوالی اعلان کړی و چې پولیسو د دې ښار په ۱۱۴ سیمو او دوو نورو ولایتونو کې ډیر شمیر اسناد او ډیجیټالي مواد ضبط کړي دي.
اوونۍ وړاندې د ترکیې پولیسو له سلو ډیر کسان له داعش ترهګرې ډلې سره د تړاو په تور نیولي وو.
پولیسو هغه مهال ویلي وو، " دې کسانو د کریسمس پر مراسمو د برید پلان درلوده".
پاکستاني پولیسو درې افغان خبریالان نیولي دي
د اسلام اباد په فیصل ټاون کې پاکستاني پولیسو درې افغان خبریالان نیولي دي.
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې میشت افغان خبریال نورالله اکبري ازادي راډیو ته وویل، " د امریکا غږ پخوانی خبریال عاشق الله جلالزی، د ارزو ټلویزیون پخوانی خبریال ذکرالله یزداني او د یوې محلي راډیو کارکوونکی عتیق الله رحیمي نن سهار سې شنبه پولیسو نیولي او حاجي کمپ ته يې انتقال کړي دي".
که څه هم تراوسه معلومه نه ده چې دا خبریالان ولې نیول شوي، خو ډیر کله پاکستاني پولیس په دې هېواد کې میشت افغانان د ویزو د نه درلودو له کبله نیسي او بیرته يې افغانستان ته دپیورټ کوي.
د پاکستان حکومت په دې وروستیو میاشتو کې په زرهاوو افغانان د دوی په ټکو د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله بیرته افغانستان ته اخراج کړي دي.
د بنګله دېش لومړۍ ښځینه صدراعظمه خالده ضیا په ۸۰ کلنۍ کې مړه شوه
د بنګله دیش لومړۍ ښځینه صدراعظمه خالده ضیا، او د لرې کړای شوې مشرې شیخ حسینې اصلي سیاله، د اوږدې ناروغۍ له امله مړه شوه. دا ۸۰ کلنه وه.
د ضیا د بنګله دیش نشنلسټ ګوند (BNP) د سې شنبې په ورځ پر فیسبوک پاڼه ولیکل:
"زموږ د خوښې مشره نوره زموږ سره نشته. هغې نن سهار ۶ بجې له دې نړۍ سترګې پټې کړې."
ضیا غوښتل په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې د درېیمې دورې لپاره هم د صدراعظمې په توګه نومانده شي. دا به وروسته له هغه لومړي انتخابات وي چې په دې هیواد کې په۲۰۲۴ کال کې د مشهور انقلاب په نتیجه کې شېخ حسینه له واکه لیري شوه.
خالده ضیا وروسته له هغه په ۱۹۹۱م کال کې د بنګله دېش لومړۍ ښځینه صدراعظمه شوه چې مېړه یې – د هغه مهال ولسمشر ضیا الرحمان ووژل شو.
دې د خپلې کاري دورې پر مهال په زندان او کور کې د نظر بندۍ وختونه هم تېر کړي ول. دې ته د فساد له تورونو هغه مهال برات ورکړل شو او د درملنې لپاره لندن ته د سفر اجازه ورکړل شوه چې شېخ حسینه له واکه لیري شوه.
ټرمپ خبرداری ورکړی که ایران خپل اټومي پروګرام مخته یوسي امریکا به د اسراییلو له بریدونو ملاتړ وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې که ایران نوې اټومي موافقه ونه مني او خپل توغندیز او اټومي پروګرامونه پرمخ بوځي نو هغه به پر ایران د اسراییلو د نورو بریدونو ملاتړ وکړي.
هغه د فلوریډا په مارا-لاګو ماڼۍ کې د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وویل: "زه اوس اورم چې ایران هڅه کوي بیا ځان جوړ کړي، او که دا پیښ شي، موږ به یې ودروو."
ټرمپ اشاره وکړه چې که د ایران د اټومي پروګرام د بندولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شي نو سمدستي مداخلې ته به اړتیا وي.
د ایران د رهبر ایت الله علي خامنه ای لوړ پوړي سلاکار علي شمخاني په ایکس شبکې کې په یوه پوسټ کې وویل چې د ایران توغندیز او دفاعي وړتیاوې "د مهار وړ نه دي او د چا په اجازې نه دي تړلي."
هغه زیاته کړه: "هر ډول یرغل به د سمدستي او سخت غبرګون سره مخ شي داسې چې د طراحانو له تصوره به هم بهر وي."
اسراییل د جون په میاشت کې د ۱۲ ورځو لپاره له ایران سره جګړه وکړه او له امریکا سره په ګډه یې د ایران مهم اټومي تاسیسات هم بمبار کړل.
د جرمني یوې محکمې پر یهودانو د برید د پلان په تور د یوه افغان د زنداني کولو امر کړی
د جرمني د عدالت فدرالي محکمې د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې دغه افغان د نومبر په پنځمه په ډنمارک کې د جرمني په غوښتنه نیول شوی او د یکشنبې په ورځ جرمني ته وړل شوی دی.
د بیان په اساس دغه کس تورن دی چې د ایران په جاسوسۍ له یوه بل تورن افغان الاصله ډنمارکي سره یې اړیکې درلودې.
داسې انګیرل کېږي چې تازه نیول شوي افغان د ایران په جاسوسۍ تورن افغان – ډنمارکي سره ژمنه کړې څو یوه دریمګړي ناپيژاند ته وسله برابره او په جرمني کې پر یهودي اهدافو بریدونه وکړي.
۵۳ کلن ډنمارکی افغان هم تېره جون د ډنمارک په ارهوس کې نیول شوی او دمګړۍ په جرمني کې تر محاکمې مخکې په توقیف کې ساتل کېږي.
هغه د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو له قدس ډلې سره په همکارۍ تورن دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینډټ ویلي شکمن جاسوس هڅه کوله چې د بریدونو د ترسراوي لپاره خلک وګماري.
ایران هغه تورونه رد کړي وو.
ملګري ملتونه وايي له پولیو د پاک افغانستان د هدف لپاره هڅې کوي
د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام وايي په ګډه له پولیو د پاک افغانستان هدف ته رسیدلی شو.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور په اساس په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د پولیو ۹ پېښې ثبت شوي حال دا چې دا شمېر تېر ۲۰۲۴ کال ۲۵ وو.
د آی او ام سازمان ویلي په ۲۰۲۵ کال کې یې لرو پرتو سیمو ته د پولیو د واکسین ټیمونه ور لیږلي څو خلک په تېره راستانه شوي افغانان خپل ماشومان واکسین کړای شي.
تر دې مخکې له پولیو د پاک افغانستان بنسټ د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ټینګار کړی چې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ تګ راتګ کوونکي ټول مسافر باید واکسین شي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ په مخ دوه هېوادونه دي چې پولیو پکې له منځه نه ده تللې.
ریچارډ بنیټ په ایران کې د جنرال سریع د وژنې د څېړلو غوښتنه وکړه
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، د افغانستان پخواني جمهوري نظام د پولیسو د یوه قومندان اکرام الدین سریع د وژنې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.
ښاغلی سریع د تیرې چهارشنبې په ماښام له خپل دفتر څخه کور ته روان و چې په تهران کې د دوو مخ پټو وسله والو له خوا ووژل شو.
د جنرال سریع سربیره، محمد امین الماس، یو بل پخوانی افغان پوځي هم ووژل شو.
ښاغلي بینټ نن په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې د وژنو عاملین باید وپیژندل شي او عدالت ته وسپارل شي.
هیڅ ډلې یا فرد د وژنې مسؤلیت نه دی منلی.
د طالبانو ځینو مخالفینو، له دې ډلې د آزادۍ جبهې مشر یاسین ضیا، ادعا کړې چې طالبان د دوو پخوانیو سرتیرو د وژنې تر شا وو. طالبانو لا د سریع د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
اخوا د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم له ایران غوښتي چې د دغسې وژنو مخه ونیسي او د ده په خبره "د ترهګرو لاسونه له ایرانه لنډ کړي".