د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

افغان محصلین څه ستونزې لري؟


د نومبر ۱۷ مه د محصلانو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، افغان محصلان دغه ورځ داسې مهال لمانځي چې لا هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

په پوهنتونونو کې د پخواني نصاب تدریس، اداري ستونزې او په شخصي پوهنتونونو کې د زده کړو پر ځای فیسونو ته ډېر ارزښت کول، هغه مهمې ستونزې وې چې د محصلانو د ورځې په نمانغونډو کې یادې شوې.

یو شمېر محصلان شکایت کوي چې په خصوصي پوهنتونو کې ډېر وخت د زده کړو پر ځای فیس ته ارزښت ورکول کېږي.

دا محصلان وايي، د لوړ فیس ترڅنګ د پوهنتونونو ادارې هڅې کوي، په مختلفو نومونو له دوی پیسې واخلي، خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین په خصوصي پوهنتونونو کې ډېر فیس او په مختلفو نومونو له محصلانو پیسې اخیستل، د قانون خلاف کار بولي.

هغه له محصلانو غواړي، که چېرې په کوم پوهنتون زیاتی ورسره کوي، له دوی سره دې خپله ستونزه شریکه کړي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ: facebook.com/TandySangy
دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ: pa.azadiradio.com

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.
د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی شئ.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:24 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG