د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

اسټن بې: داعش ته افغانستان خوندي ځای دی؟


اسټن بې خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش د فعالیتونو د پراخوالي په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

خپرونه لیکي:

داعش د نوومبر په یوویشتمه په کابل کې د شیعه‎ګانو پر جومات د ځانوژونکي برید چې شاوخوا ۳۰ کسان يې ووژل،مسؤلیت پر غاړه واخېست.

د اسټن بې خپرونې په وینا دې برید چې د عبادت پر ځای وشو د افغانانو غُصه او د داعش د فعالیتونو د پراخوالي په اړه د دوی اندیښنه زیاته کړې ده.

خپرونه زیاتوي:

داعش هڅه کوي چې افغانستان کې فرقه‎اي شخړو ته لمن ووهي هم هغه شان چې څو کاله وړاندې د عراق د سُني وسله‎والو او د القاعده شبکې د وژل شوي قومندان ابو مصعب الزرقاوي په مشرۍ سُني وسله‎والو په عراق کې رامنځته کړي.

د مقالې لیکوال وايي، داعش غواړي په متحده ایالاتو او هغو لویدیځو هېوادونو کې چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هڅې کوي یو ډول نا هیلي پیدا کړي.

اسټن بې خپرونه د مطلب په پای کې لیکي:

اوس چې لږترلږه یوه ډله طالبان غواړي د سولې خبرې وکړي او وسله‎وال فعالیت پریږدي، داعش هڅه کوي چې له دې سیاسي فضا څخه ګټه پورته کړي او ځان په افغانستان کې مخکښه وسله‎واله ډله ثابت کړي.

د مقالې لیکوال د افغانستان جغرافیايي موقعیت ته په پام سره چې زیات غرونه لري پوښتنه کوي چې که داعش له عراقه وتښتي نو ایا افغانستان به يې بل خوندي پناه ځای وي؟

ساوت ایشیا:

ساوت ایشیا خپرونې بیا افغان کډوالو او داخلي بې ځایه شوېو ته د بریتانې د حکومت په تمویل د مشورو د مرکز د فعالیت په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

د افغانستان او جنوبي اسیا ټولنه چې مرکز يې په لندن کې دی یوه خیریه ټولنه ده چې په بریتانیه کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د جذب لپاره فعالیت کوي.

دې ټولنې په کابل او پلخمري کې کډوالو او داخلي بې ځایه شویو ته د وړیا سلامشورو دوه مرکزونه جوړ کړي دي.

ددې مرکزونو مالي لګښت د بریتانيې حکومت ورکوي او د ساوت اشیا خپرونې په وینا تر اوسه د فعالیت نتیجه له توقع زیاته مثبته ده.

د بریتانې او اروپايي ټولنې د مهاجرت د پالیسی سلاکار ریچارډ ویلیمز ساوت اشیا خپرونې ته ویلي په افغانستان کې کډوالو او بې ځایه شویو ته د بریتانې د سلا مشورو دې مرکزونو تر اوسه پورې شاوخوا دوه زره کسانو ته چې ۶۵ په سلو کې ښځې دي، د هغوی د حقوقو په اړه اغېزمنې مشورې ورکړي دي.

دغه راز د مشورو دې مرکزونو نېږدې دوه زره کسانو ته د روغتیايې خدماتو ته د لاس رسي او شاوخوا څلور سوه ماشومانو ته د زده‎کړې اسانتیا برابره کړې ده.

خو د ساوت اشیا خپرونې په وینا افغان کډوالو او بې ځایه شویو ته د سلامشورو دا مرکزونه د نورو انجوګانو په څېر د حکومت او ټولنو له همکارۍ پرته ټولو اړینو خلکو په ځانګړي ډول هغو ته چې په لېرې پرتو سیمو کې اوسېږي د رسېدو په برخه کې له چیلینجونو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG