د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت، د مخدره موادو د کښت او تولید ستر لامل ناامني او د قانون نه پلي کېدل بولي.
د یاد وزارت مرستیال فیصل حسیني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان هغه سیمې چې ناامنه دي او قانون پهکې په سمه توګه نه پلي کېږي د نورو سیمو په پرتله د مخدره توکو کښت، تولید او قاچاق په کې زیات دی.
ښاغلی حسیني وویل، تر هغه چې په افغانستان کې ناامني ختمه نهشي د مخدره موادو د کښت او تولید کچه نهشي صفر کیدای.
په دی اړه زموږ همکار عبادالله حنان زي له ښاغلي حسیني سره مرکه کړی او په سر کې یې د مخدره توکو د کښت، تولید او قاچاقو د زیاتېدو د عواملو په اړه ورنه پوښتلي دي.
ښاغلی حسیني وویل: