د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

د ماشومانو وهل او پر هغوی یې منفي اغېز


ماشوم چې د معصومیت تر څنګ یو بې وسه موجود دی، په ځینو کورنیو کې تاوتریخوالی ورسره کېږي، وهي یې، رټي یې، ان تر دې چې کله یې عیبي کړي.

کورنۍ يې دلیل د هغوی شوخي، وران کاري او د مشرانو خبرې نه منل ښیي، خو ځیني مشران چې بیا په خپلو کې سره قهر وي غوسه په ماشوم سړوي.

روغتیايي کارکونکي او روانشناسان د ماشوم وهل که په هر ډول وي منع کوي، وایي که ماشوم تر نیو کې لاندې وي هغه د نورو محکومول زده کوي، که ماشوم په وېره کې ژوند وکړي بې جرئته لوېږي، خو که چېرې ماشوم په دوستۍ او ملګرتیا کې رالوی شي هغه دا زده کوي چې نړۍ د ژوند لپاره یو ښایسته ځای دی، خپل ټول اهداف مثبت ټاکي او د مثبتو اهدافو په رڼاکې بریالی مخ په وړاندې ځي:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:11:02 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG