افغانستان
چارواکي: د ننګرهار هسکه مېنه کې دوه داعشیان نیول شوي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په هسکې مېنې ولسوالۍ کې دوه داعش وسله وال نیول شوي.
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقیوال ازادي راډيو ته ويلي د هسکې مېنې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پولیسو د مریزکنډو په سيمه کې تېره ورځ ناوخته د پلټنې پر مهال دوه تنه داعش وسله وال چې یو تن یې د همدې ولسوالۍ او بل د کونړ ولایت دی نیولي.
نوموړی وايي، له نیول شویو کسانو څخه پلټنې روانې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغانستان ته د پاکستان ترانزیتي سوداګري ۶۶ سلنه کمه شوې

پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ چې افغانستان ته د پاکستان ترانزیتي سوداګري د روان مالي کال په لومړیو اته میاشتو کې د تېر مالي کال د همدې مودې پرتله ۶۶ سلنه کمه شوې ده.
یوې رسمي سرچینې وویل، د افغانستان د ترانزیتي سوداګري د تېر مالي کال د ورته مودې پرتله ۱.۴۸۹ میلیارده ډالره کمه شوې.
سرچینې د دې کموالي اصلي دلیل د پاکستان له لوري د قاچاق ضد اقدامات او د وارداتو محدودیتونه ګڼلي دي خو دا په داسي حال کې ده چې د دواړو خواوو ترمنځ د بندري لارو بیا بیا بندېدا او د پاکستان له لوري د ترانزیت او ګمرکي تعرفو لوړېدا هم اغېز لرلی دی.
د یادونې وړ ده چې د تېرو مالي کلونو په لړ کې هم د افغانستان د ترانزیتي سوداګرۍ کچه د پام وړ کمه شوې وه.
په ۲۰۲۲-۲۳ مالي کال کې د افغانستان د ترانزیتي سوداګرۍ ټول ارزښت ۷.۰۹۵ میلیارد ډالره و، خو په ۲۰۲۳-۲۴ مالي کال کې دا رقم ۵۹ سلنه کم شو، چې یوازې ۲.۸۸۷ میلیارد ډالرو ته راښکته شو.
همداراز له پاکستان څخه د افغانستان واردات ډېر کم شوي او اوس افغانستان تر ټولو ډېر واردات له ایران څخه کوي.
د روسیې له سترې محکمې وغوښتل شول: د طالبانو نوم له تروریستي لیسته وباسي

د روسیې د لویې څارنوالۍ دفتر د دوشنبې په ورځ له سترې محکمې وغوښتل چې په دغه هېواد کې د طالبانو پر فعالیتونو لګول شوی بندیز پای ته ورسوي.
د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو تېره اوونۍ له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې وه چې طالبان باید د روسیې د تروریستي ډلو له لیست څخه وایستل شي.
روسیې په ۲۰۰۳ م کال طالبان د خپل هیواد د تروریستي ډلو په لیست کې شامل کړل.
سره له دې چې په وروستیو کلونو کې، په تېره بیا د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې او راشه درشه نسبتاً زیاته وه خو روسیې له خپل تور لیسته د طالبانو نوم نه و ایستلی.
په همدې حال کې روسیه د نورو هیوادونو په شان لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
ایراني چارواکي وايي چې په دغه هیواد کې د نري رنځ ۲۵ سلنه ناروغان افغان کډوال دي

د ایران د روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د مدیریت د مرکز مشر قباد مرادي وویل چې په دغه هیواد کې د نري رنځ په ناروغۍ د اخته کسانو ډیری برخه افغانان دي.
هغه وويل چې دا خلک ايران ته تر ننوتلو مخکې په دې ناروغۍ اخته وي او وروسته هلته هم ناروغي خپروي.
ایراني چارواکي وايي چې د افغان اتباعو ننوتل د دوی تر کنټرول لاندې نه دي، خو دوی هڅه کوي چې د هغوی لپاره ځانګړي طبي خدمات چمتو کړي.
تر اوسه پورې، ملګرو ملتونو یا نورو خپلواکو ادارو د ایراني چارواکي دا ادعا نه ده تایید کړې. دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د کډوالو ضد احساساتو او کرکې په وروستیو کې زیاتې شوي.
په ایران کې دوه افغان څاه کیندونکي مړه شوي

د تهران ښاروالۍ د اور وژنې او خوندیتوب د څانګې ویاند سید جلال مالکي د دغو دوو کارګرانو مړینه تایید کړه.
هغه له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا افغان څاه کیندونکي ښايي د څاه دننه د ګازو د خپرېدو یا د اکسیجن د نشتوالي یا کمښت له امله مړه شوي وي.
هر کال زرګونه افغانان ایران ته د کار لپاره ځي، او په ایران کې د شاقه کارونو په ترڅ کې مرګژوبلې ورته اوړي.
د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه وغوښتل چې افغان کډوال په زوره ونه باسي

د بخښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټرنشنل یوځل بيا له پاکستانه وغوښتل چې په زوره له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل لغوه کړي.
د دې سازمان د جنوبي آسیا څانګې د شنبې په ورځ ناوخته په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې له پاکستانه په ځانګړي ډول د افغان هنرمندانو پر ایستلو اندیښنه څرګنده کړه.
دې سازمان د بیلګې په توګه د نورالله په نوم د یوه افغان هنرمند یادونه کړې او ویلي یې دي چې که هغه افغانستان ته واستول شي، دا به نه یوازې ظالمانه وي بلکې په دې کار سره به دوی خپل غږ، میراث او هویت له لاسه ورکړي.
د امنیتسي انټرنشنل په خبره پاکستان باید وروستی مهلت لغوه کړي او د هغو کسانو ساتنه وکړي چې له لسیزو راهیسې یې دا هیواد خپل کور بللی دی.
د پاکستان حکومت ټولو بې اسناده او د ACC په نوم د افغانستان د تابعیت کارټ درلودونکو ته ویلي چې د مارچ تر۳۱ دمخه له پاکستانه ووځي کنه له دې نیټې وروسته به په زوره له دې هیواده وایستل شي.
حامد کرزی: د نجونو زدهکړې د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې ویلي چې د نجونو زدهکړې د هېواد د راتلونکي لپاره حیاتي اهمیت لري.
ښاغلي کرزي د شنبې په ماښام پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې د وضعیت او د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د پروګرامونو په اړه هم بحث وشو.
په افغانستان کې ۱۴۰۴ تعلیمي کال لس ورځې مخکې د نجونو زده کوونکو له حضوره پرته پیل شو.
طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسي له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو منع کړې دي.
یوناما د روان وري یا حمل میاشتې په ۶مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د نجونو پر زدهکړو بندیز نه یوازې د دوی پر راتلونکي، بلکې د ټول افغانستان پر سوله او هوساینه منفي اغېز لري.
د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه وښوده

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د کمکي اختر په مناسبت په خپل پیغام کې له ګاونډیو هیوادونو څخه د میلیونونو افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې ده.
ښاغلي غني ویلي چې نور ګاونډي هیوادونه د افغان کډوالو په ساتلو کې ګټه نه ویني نو په هیڅ هیواد کې افغان کډوال ځای نه لري.
ده همداراز د نړۍ سیاسي تحولاتو ته په اشارې ویلي چې هغه نړیوال نظم، چې له ۸۰ کلونو راهیسي واکمن و، د بدلون په حال کې دی، تمدنونه خپل تعریفونه او خپلې ګټې بدلوي او په دې منځ کې هغه هیوادونه خپلې بیړۍ ساحل ته رسولی شي چې د ده په وینا سم ماڼوګان لري.
ښاغلي غني په روانو بدلیدونکو حالاتو کې یووالی ضروري بللی دی.
اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسیدو څو ساعته مخکې له هیواده ووت او په ازبکستان کې د یوې شپې له تیرولو وروسته متحده عربي اماراتو ته لاړ چې لا هم په ابوظهبي کې اوسي.
یو خصوصي شرکت په ننګرهار کې په لمریزه انرژۍ ۵۰ میلیون دالره پانګونه کوي

یو خصوصي شرکت په ننګرهار کې د لمریزې انرژۍ پر تولید څه باندې ۵۰ میلیون ډالره پانګونه کوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس پرون (شنبې) خبر ورکړ چې دا پروژه به د ننګرهار په ختیځ کې په حصارشاهي صنعتي پارک کې اجرا شي.
ټاکل شوې ده چې په دې پانګونې ۴۰ میګاواټه برېښنا تولید شي.
ننګرهار یو له هغو ولایتونو څخه دی چې هوا یې په دوبي ډېره توده ده او د برېښنا اړتیا او مصرف پکې زیات دی.
په افغانستان او ګڼو نورو هیوادونو کې نن اختر دی

نن په افغانستان او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
سعودي عربستان تېره شپه اعلان وکړ چې د یکشنبې ورځ اختر ده.
د طالبانو سترې محکمې هم تېره شپه اعلان وکړ چې په فراه، کندهار، غزني، پکتیکا او هلمند ولایتونو کې ګڼ شمېر کسانو د کوچني اختر میاشت لیدلې او شرعي محکمو ته یې د میاشتې د لیدو شاهدي ورکړې نو پر دې اساس د یکشنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
طالبانو ویلي چې د اختر په شپو ورځو کې به په کابل او ولایتونو کې امنیتي تدابیر ډېر کړي.
پرون (شنبې) په کابل کې د دغه ولایت د والي په مشرۍ د طالبانو امنیتي چارواکو پر امنیتي تدابیرو غور وکړ.
د افغانستان او سعودي عربستان ترڅنګ یمن، متحده عربي امارات، قطر او کویت هم اعلان کړی چې نن یې د اختر لومړۍ ورځ ده.
خو پاکستان، هند، بنګله دېش، ایران، مالیزیا او اندونیزیا ویلي چې د دوشنبې په ورځ به یې د اختر لومړۍ ورځ وي.
خلیلزاد: طالبانو یو بل امریکايي وګړی خوشی کړ

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې یو امریکایي وګړی فای دای هال، د طالبانو له بند څخه خوشی شوی دی.
ښاغلي خلیلزاد د شنبې په ورځ ناوخته په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې ولیکل چې دغه امریکایي وګړی اوس له قطري دوستانو سره په کابل کې دی او ډېر ژر به خپل کور ته روان شي.
هغه همداراز د قطر د دوامداره او ثابتې همکارۍ لپاره مننه کړې ده.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
دا هم لا څرګنده نه ده چې طالبانو دغه امریکایي وګړی کله او په کوم تور نیولی و.
همدا راز دا هم تر اوسه نه دي معلوم شوي چې طالبانو د هغه د خوشي کولو په بدل کې څه ترلاسه کړي دي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهمې دورې له پیل راهیسې، په تېرو دوه میاشتو کې دا دوهم امریکایي وګړی دی چې د طالبانو له بند څخه خوشي کیږي.
طالبانو شاوخوا دوې اوونۍ مخکې یو بل امریکايي وګړی، جورج ګلزمن هم خوشی کړی و.