د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

رپوټ: افغانستان د حملو د شدت له امله سخت کال تېر کړ


افغانستان د وسله والو طالبانو د حملو د شدت له امله تر ټولو سخت کال تېر کړ.

رپوټ:

د تروریزم په اړه د اقتصاد او سولې مطالعاتو انسټټیوټ د نړیوال رپوټ جوړونکو، د دې خبرې په دوام کې څرګنده کړې چې افغانستان د نړۍ دوهم هېواد دی چې د تروریزم له امله زیات متاثر شوی دی.

په دې کلني رپوټ راغلي چې په تېر میلادي کال کې لږترلږه ۱۸ زره کسان په افغانستان کې د جګړې له امله وژل شوي.

د اقتصاد او سولې مطالعاتو انسټېټیوټ په وینا، په داسې حال کې چې نړیوالو زیات پام په عراق اوسوریه کې د داعش پرضد مبارزې ته اړولی، په افغانستان کې د وسله والو طالبانو حملو زور اخیستی دی.

رپوټ څرګندوي چې تروریزم د تشدد تر ټولو خطرناک ډول دی چې محدود شمېر ډلې یې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې ترسره کوي.

جرمني چاپ خپرونه:

د جرمني چاپي خپرونو تر ډېره حده له دې هېواده د څه باندې دولس نیم زره افغانو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو پر پرېکړه تبصرې کړې دي.

دا هغه افغانان دي چې په غیرقانوني لارو جرمني ته تللي او هلته یې د پناه غوښتنه کړې ده.

خو د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله، د دې غیر قانوني مهاجرینو د بېرته ستنولو پرېکړه جنجال او بحث پارونکې بلل کېږي.

د جرمني چاپ "Neue Osnabrücker Zeitung" ورځپاڼې د یوه حکومتي چارواکي په حواله لیکلي چې د لږترلږه دوه لکه او اوه څلوېښت زرو افغانانو چې د سپټمبر تر پایه جرمني ته رسېدلي، پينځه فیصده ښايي له دې هېواده وایستل شي.

دجرمني د حکومت په هغو اسنادو کې چې ورځپاڼې خپاره کړي، اټکل شوی چې یو شمېر افغانان ښايي په خپله خوښه ولاړشي او د یو شمېر نورو د ستنولو لپاره به له زوره هم کار واخیستل شي.

مرین جورنال:

او امریکايي خپرونې مرین جورنال نیوز په افغانستان کې د روتس اف پيس په نوم د بشري مرستو د ادارې د نوي پروګرام په اړه مقاله خپره کړې ده.

د نړیوالې پراختیا لپاره د امریکا د مرستې ادارې «یو،اس،ای، اې ډي» ویلي چې په افغانستان کې له کرنیزو پروژو سره د مرستې بودجه يې شپاړس میلیونه ډالر زیاته کړې ده.

د «یو،اس،ای اې، ډي» ځانګړي پروګرام چې د روټس اف پیس خیریه اداره یې پرمخ بیايي، له افغانو بزګرانو سره مرسته کړې چې د ۵۱ میلیون ډالرو په ارزښت میوه له پاکستانه تر روسیې او سعودي عربستانه بېلا بېلو نړیوالو مارکېټونو ته واستوي.

دې ادارې په افغانستان کې د تاک او ګلانو شل زره باغونه جوړ کړي چې ۳۸ زره افغانې کورنۍ یې له حاصله ګټه اخلي او وايي چې د افغانستان د اقتصادي ثبات او امنیت ښه کولو لپاره به د کرنیزو پروژو له پراختیا سره مرستې ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG