د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

امریکا کې ۱۵۰۰ کلنه پخوانۍ ډبره په اته نيم لکه ډالره وپلورل شوه


د چهارشنبې په ورځ امریکا کې د داوطلبۍ پر مهال يوه پنځلس سوه کلنه ډبره په اته نيم لکه ډالره وپلورل شوه.

ويل کېږي پر دغې ډبرې هغه لس وصيتونه لیکل شوي چې د خدای پاک له‌خوا پر موسی علیه سلام نازل شوي وو او دا متن د لسو وصيتونو له لومړيو ليکل شویو بڼو څخه دی.

روېټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې دغه دوه فوټه د سپين مرمر ډبره پنځوس کېلو وزن لري او د امریکا په کاليفورنیا ايالت کې وپلورل شوه.

دغه ډبره په نيويارک کې د ژوندي تورات په نوم موزيم جوړونکي راحب شال ډيوچ له‎خوا بولۍ ته وړاندې شوه.

دغه ۱۰ وصيتونه د يهوديت او عيسويت له اساسي اصولو څخه دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ويل کېږي دا ډبره د عیسی «ع» څخه ۳۰۰ کاله مخکې او ۵۰۰ کاله مخکې د روم د امپراتورۍ يا د بازنطيني واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وي او د يهودانو پر يوه تاریخي عبادت ځای ايښودل شوې وه.

د راپور له مخې ويل کېږي دغه معبد ښايي د روم امپراتورۍ پر مهال له‌منځه وړل شوی وي.

دا ډبره په ۱۹۱۳ کال کې د اسرائیل په لوېديځ کې د کېندنو پر مهال راوتلې وه.

تر ۱۹۴۳ میلادي کال پورې دغه ډبره د یوه کارګر په کور کې وه او تر ۲۰۰۰ میلادي کال پورې د يوه لرغونپوه سره وه.

راحب شال ډيوچ دغه ډبره د اسرائيل د لرغونو اثارو له ادارې پېرلې وه او د موزيم د بيارغونې د لګښتونو په خاطر يې دا ډبره بولۍ ته وړاندې کړه.

په همدې حال کې د روسي امپراتوري کورنۍ له شتمنيو څخه دوه غمي په ژنيو کې د بولۍ پر مهال خرڅ نه‎شول.

د بولۍ ادارې د چهارشنبې په ورځ وويل چې دواړه غمي چې يو په يوې غاړګۍ کې وو او ويل شوي چې د روسي امپراتورې کاترین په وينا جوړ شوی وو او بل غمی هم نه‎شو خرڅ چې په امېل کې وو او ويل کېږي روسي امپراتور پيټر د عثمانيه امپراتور درېیم سلطان احمد ته په ډالۍ کې ورکړی وو.

د راپور له مخې دغه دواړه غمي خپل څېښتنانو ته بېرته وسپارل شول.

اټکل شوی وو چې دا غمی به هر یو له درې میليونه تر پنځه میلیونه پورې خرڅ شي.

په همدې ورځ په نيويارک کې د يوه روسي نقاش واسيلي کاندينسکي يوه تابلو په درويشت اعشاریه درې میلیونه ډالرو خرڅه شوه.

دغه تابلو په ۱۹۳۴ میلادي او ۱۹۳۵ میلادي کلونو کې جوړه شوې وه او تر اوسه بولۍ ته نه‌وو وړاندې شوی.

XS
SM
MD
LG