د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

ښارونو کې د موټرو د پارکینګ نشتوالي ستونزې


د موټرو تمځای یا پارکینګ په ښارونو کې د بېروبار او پر واټونو د ډېرې ګڼې ګوڼې مخه نیسي نو اړینه ده چې په ښارونو کې هره ودانۍ ځانکړی پارکینګ ولري، تر څو د بې نظمۍ مخه ونیول شي.

خو ښایي تاسو هم لیدلي وي چې په اکثره لویو ښارونو کې که پارکینګ وي هم د پارکینګ خاوند په کرایه ورکړی وي ګودام یې ورنه جوړ کړی یا هم د موټرو د درولو پر ځای نور کار ورنه اخلي.

ځیني کسان بیا د پارکینګ د کرایې لپاره موټر پارکینګ ته نه بیایي د سړک په غاړه یې داسې دروي چې ټول سړک نیسي بیا نو لارې دومره بندې شي چې د څو دقیقو مزل ساعتونه نیسي په پیل کې د څو تنو هغو کسانو خبرې اورو چې وایي، په اکثره ځایونو کې پارکینګ شته خو ګودام ورنه جوړ شوي.

د سړک له غاړې د موټر پارک کول نه یوازې دا چې نور خلک په تکلیف کوي بلکې په خپله د موټر خاوند ته هم لوی سرخوږی جوړوي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:10:03 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG