د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

نشه فېشن که تباهي؟


له نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي، په هرو لسو افغانانو کې یو یې پر نشه یې توکو اخته دی.

نشه یي توکو ته اسانه لاسرسی، بې کاري، بې سوادي او ګاونډیو هېوادونو ته مهاجرتونه هغه مهم سببونه ګڼل کېږي چې ځوانان یې پر نشه یي توکو اخته کړي دي.

د دې ترڅنګ یو شمېر ځوانان بیا د شوق له مخې نشه یي توکي استعمالوي، خو همدغه شوق یې ډېر وخت د دې سبب کېږي چې په نشه یي توکو معتاد شي.

دوی په دې نېت نشه کوي چې خوند یې وګوري او بیا یې پرېږدي، خو نشه داسې منګولې لري چې په اسانۍ ترې څوک نه شي خلاصېدلی.

د افغانستان په ګڼو ښارونو کې سګرېټ، قیلون او یو شمېر نور نشه یي توکي عادي ګڼل کېږي او په هر ځای کې یې خلک څکوي، خو د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي، حکومت داسې یو قانون تصویب کړی چې له دې وروسته به په ډېرو ځایونو کې پر نشې کولو بندیز ولګوي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ: facebook.com/TandySangy
دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ: pa.azadiradio.com
او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org
یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.
د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی شئ.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:23 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG